ملګرو ملتونو د کابل د کرکټ په لوبغالي کې پرونۍ چاودنه وغندله

د شپږیزې لیګ سیالیو انځور

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو تنظیموونکي رامز الاکبروف د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې پرونۍ چاودنه په کلکه وغندله.

په دې لوبغالي کې پرون مازیګر په داسې حال کې د لاسي بم چاودنه وشوه، چې د شپږیزې په نوم د افغانستان د کرکټ د لیګ لوبه په کې روانه وه.

د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي، چې په دې چاودنه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د سمون ادارې یا اوچا په یوه بیان کې چې بېګا مازیګر خپور شو د ښاغلي اکبروف له قوله چې د چاودنې پرمهال په لوبغالي کې حاضر و، لیکي چې وايي دا چاودنه د هغه تشدد یادونه کوي چې د افغانستان خلک ورسره مخامخ دي.

اکبروف د دې چاودنې په اړه د بې پرې او شفافو تحقیقاتو غوښتنه کړې او پر چارواکو یې غږ کړی چې د برید عاملان عدالت ته راکاږي.