د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

کابل امنیه قوماندانۍ: کرکټ بورډ ته نږدې انتحاري حملې ۳ تنه وژلي


د افغانستان کرکټ بورډ سره نېږدې په ځانمرګي برید کې درې تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد نن ازادي راډيو ته وویل، يوه ځانمرګي غوښتل چې د کابل نړیوال لوبغالي ته داخل شي خو د امنیتي ځواکونو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړه او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.

د اتمې حوزې اړوند د کرکټ په شاوخوا کې چادونه وشوه، د پېښې نوعیت داسې ده چې یو تن چې د ځانمرګي واسکټ يې په تن وغوښتل يې چې د کرکټ بورډ محوطې ته ځان نېږدې کړي هلته موږ درې امنیتي کمربندونه درلودل چې په لومړي کمربند کې دا ځانمرګي پېژندل کېږي او د تګ اجازه ورته نه ورکول کېږي د چک پوائنټ سره ځان ته چاودنه ورکړه.

د ښاغلي مجاهد د معلوماتو له مخې په وژل شوېو درې تنو کې دوو يې ملکیان او يو تن يې امنیتي کس دی.

بل خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاوسي ازادي ته وویل چې تر اوسه پورې له دې پېښې یو تن مړی او ۸ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو په لړ کې د بست ساتونکو او مس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ په کابل نړیوال لوبغالي کې سیالي روانه وه.

په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره له لسو هېوادونو څخه ۳۰ بهرنيان چې په کې لوبغاړي، روزونکي او مبصرین شامل دي کابل ته راغلي.

پخواني معلومات

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان کرکټ بورډ ته نږدې د نن ورځې پېښه انتحاري وه چې په نتیجه کې یې ۳ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان کرکټ بورډ او د کابل امنیې قوماندانۍ د افغانستان کرکټ دروازې مخې ته چاودنه تائیدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه وايي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د کرکټ بورډ دروازې ته نېږدې شوې خو د تلفاتو يې په اړه معلومات نه لري.

په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندانۍ هم چاودنه تائیدوي خو وايي چې د شوې چاودنې نوعیت او تلفات لا نه دي معلوم.

دا چاودنه داسې مهال شوې چې په کابل نړیوال لوبغالي کې د مس عینک اتلانو او بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ سیالي روانه وه.

  • پخواني معلومات:

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د کرکټ بورډ شاوخوا چاودنه تائیدوي خو وايي چې د تلفاتو او د پېښې د نوعیت په اړه معلومات نه لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤل شکرالله عاطف مشعل وايي چې د کرکټ بورډ شاوخوا هېڅ پېښه نه ده شوې او یوازې د کرکټ بورډ څخه لېرې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی.

نوموړی وايي، سیالی به په څو شېبو کې بېرته پیل شي او ډاډ یې ورکړ چې هېڅ ډول ستونزه به پېښه نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د مس عینک او بُست ساتونکو کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالي روانه ده.

نور جرئیات وروسته…….

XS
SM
MD
LG