طالبانو د کانونو په برخه کې د ترکیې پانګونه غوښتې

د ترکیې بیرغ

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له ترکي سوداګرو غواړي څو په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونه وکړي.

دغه وزارت په خپل تویټر پاڼه لیکلي، چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین سره لیدلي.

وزارت وړاندې لیکلي، چې دواړو خواو د ښو اړیکو ترڅنګ په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پر پانګونې ټینګار کړی.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له سفیر څخه په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې غوښته کړې.

د خبر ځای په حواله د ترکیې سفیر له افغانستان سره د هر ډول همکاریو ډاډ څرګند کړی.

دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې له دې وړاندې یو شمېر بهرنیو او افغان پانګه والو په افغانستان کې د ناامنۍ او د پانګونې لپاره د لازمونو فرصتونو په برخه کې د ستونزو یادونه کړې وه.