بوريس جانسن د روسيې پر وړاندې د اوکراين د ملاتړ د دوام ژمنه کړې

بوریس جانسن

په داسې حال کې چې د برېتانیا مستعفي صدراعظم د اوکراین د ملاتړ ژمنه کړې وه، د فنلنډ پارلمان د دغه هېواد حکومت ته اجازه ورکړه چې له روسیې سره په پوله کې خنډونه جوړ کړي.

بوریس جانسن، چې پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل په وړاندې د اوکراین یو ښکاره ملاتړی ګڼل کېږي، پرون د برېتانیا له صدراعظمۍ او د محافظه کار ګوند له مشرۍ استعفا ورکړه، خو د اوکراین ملاتړ ته لا هم دوام ورکوي.

جانسن نه منله چې استعفا به وکړي خو د کابینې له یو شمېر غړو سره له لیدنو وروسته یې دا پرېکړه وکړه.

د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګول شویو بندیزونو پر مهال ادعا وشوه چې د جانسن د حکومت لوړو پوړو چارواکو په یو خصوصي بنډار کې ګډون کړی و، البته په هغه وخت کې برېتانیا پر دا ډول راټولېدنو بندیز لګېدلی و دا مسله د جانسن لپاره لانجمنه شوه.

جانسن کييف ته د سفر پر مهال د اوکراين ولسمشر ته ډاډ ورکړی و، چې د برېتانيا مرستې به له دغه هېواد سره دوامداره وي.

جانسن، چې په ۲۰۱۹ م کال له اروپايي اتحادیې څخه د برېتانیا د وتلو د چټکولو په شعار د برېتانیا صدراعظم شو، پرون (پنجشنبې) د خپلې استعفا د اعلان په مهال وویل: "اجازه راکړئ، اوس د اوکراین خلکو ته ووایم چې پوهېږم موږ به په برېتانیا کې هر څومره وخت چې ووځي د ازادۍ لپاره ستاسو د مبارزې ملاتړ ته دوام ورکړو."

په همدې حال کې د فنلنډ پارلمان پرون د رایو په اکثریت هغه قانون تصویب کړ چې حکومت ته اجازه ورکوي څو له روسیې سره د پولې په اوږدو کې خنډونه جوړ کړي او دغه راز په استثنايي شرایطو کې ټوله پوله بنده کړي.

د دې قانون پر اساس، په فنلنډ کې د پناه ټولې غوښتنې به په پولو او هوايي ډګرونو کې و ارزول شي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله له لویدیځو هېوادونو او ناټو سره د روسیې اړیکې له جدي خنډ سره مخامخ شوي دي.