ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکې اداره یا اوچا وايي، تېره اوونۍ یې د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې له څه باندې ۸۰۰ کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته کړې ده.
اوچا د بي بي حیات ګلې په نوم د یوې ۹۵ کلنې مېرمنې عکس هم خپور کړی، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لارې یې د خوراکي موادو مرسته ترلاسه کړې ده.
د افغانستان له بېلابېلو برخو خلک شکایت لري، د خوراکي موادو او نورې بشري مرستې اړو کسانو ته نه رسېږي.