طالبان: افغانستان ته د عبدالله په ستنېدو خوښ یوو

عبدالله عبدالله ته د کابل په هوایي ډګر کې د مشرانو جرګې د پخواني مشر فضل هادي مسلمیار په ګډون يو شمېر کسان هرکلی کوي. 11.06.2022

طالبان وايي، افغانستان ته د ملي مصالحې عالي شورا د پخواني رییس عبدالله عبدالله په ستنېدو خوښ دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې د ښاغلي عبدالله له هغو څرګندونو هم هرکلی وکړ، چې پرون یې د کابل په هوايي ډګر کې وویل، اوسنی سرپرست حکومت باید زمینه برابره کړي چې ټول افغانان د عدالت تر سېوري لاندې په ارامۍ خپل وطن کې ژوند وکړي.

هغه وویل: "ډاکټر صاحب کومې خبرې چې کړي چې افغانستان د ټولو کور دی او هر څوک باید د دې هېواد د جوړېدو هڅه وکړي او دې ته لارې برابرې شي، دا خبرې یې بېخي سمې دي او موږ یې راتګ ته خوښ یوو."

طالبان داسې مهال کابل ته د عبدالله عبدالله د ستنېدو هرکلی کوي چې وړاندې راپورونه خپاره شوي چې مخکې یې له افغانستانه د هغه او پخواني جمهور رییس حامد کرزی په وتو بندیز لګولی و.