د اوم ټولګي د تاریخ مضمون په برخه کې به د نوح علیه السلام د ژوند او دعوت تاریخ وړاندی شي.
زده کوونکي به واوري چې ولې نوح علیه السلام له خپل قومه نا هیلی شو او د کښتۍ جوړولو ته یي مخه کړه؟
د اتم ټولګی زده کونکي به د منصور کورنۍ د تاریخ په دوام، د محمد بن منصور مهدي په اړه درس واوري او ښوونکی به دا راته ووایي چې د محمد بن منصور مهدي حکومت د هغه د پلار له دورې سره څه توپیر درلود؟
د نهم ټولګی زده کونکي به واک ته د احمدشاه بابا د رسېدو په مهال د افغانستان له ټولنیز وضعیته خبر شي او دا به واوري چې هغه مهال په افغانستان کې خلک په کومه برخه کې تر ډېره په کار بوخت وو؟
د تاريخ مضمون لوست د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5