د ازادي راډیو د «درسي ساعت» په خپرونه کې د اووم ټولګي د تاریخ په لومړي درس کې د تاریخ د لوستلو ارزښت بيانېږي.
د درس په لړ کې به له استاده د انسان د خلقت یا پیدایښت تاريخي سلسله واورئ.
د اتم ټولګي په درسي ساعت کې به په یوه مشخص تاريخي پړاو کې درې حکومتونه درته تشرېح شي او دا به واورئ چې طاهریانو، سفاریانو او سامانیانو په کومو مشخصو جغرافیو کې حکومت کاوه.
د نهم ټولګي زدهکوونکو ته به د تاریخ په اړه عمومي معلومات وړاندې شي او د درس په دوام به واورئ چې قدرت ته د احمد شاه بابا تر رسېدو مخکې زموږ د سيمې وضعیت څه ډول و، په دې شرایطو کې احمد شاه بابا څنګه قدرت ته ورسېد؟
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Embed
شریکول
Embed
شریکول
The code has been copied to your clipboard.
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available
مستقیم لېنک