پر هر افغان حاجي د نږدې څلور لکه افغانيو د لګښت خبر ور کړل شوی

بیت الله شریف

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال به د حج مراسمو د ادا کولو لپاره په افغان حاجیانو نېږدې څلور لکه افغانۍ لګښت راشي.

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني د دوشنبې په ورځ ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل، چې د خدمتونو وړاندې کول ګران شوي نو ځکه د تېر په پرتله په افغاني حاجیانو هم سږ کال لګښت ډېر راځي.

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې له هغو افغان حاجیانو چې مخکې یې نوم لیکنه کړې او لومړی قسط پیسې یې تحویل کړي غوښتنه کړې، خپل د دوهم قست پیسو تحویلي هم له سبا سه شنبې ورځې پیل کړي.

دغه وزارت ویلي، چې دا بهیر په پلازمېنه کابل او ولايتونو کې پيلوي.