د قطر د سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، په افغانستان کې د بشري ناورین د څېړلو لپاره یو نړیوال بحث ته اړتیا ده.
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي، چې په کې یوه افغانه مور د خپلو اولادونو د خوراک لپاره له خلکو مرسته غواړي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، افغانانو ته د بشري ناورین ګواښ متوجه دی.
د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، چې له نیمايي زیات افغانان له لوږې سره مخ دي او د خوړو لپاره څه نهلري.
په دې اړه نور: د سره صلیب نړیواله کمېټه: د افغانستان نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري په دې اړه نور: ملګري ملتونه: تر نيمايي زيات افغانان د ژوند - ژغورنې مرستو ته اړتيا لري په دې اړه نور: ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري په دې اړه نور: بشري بحران؛ ځینې افغانان خپل ماشومان او د بدن غړي پلوري
که څه هم طالبانو په ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په دې سختو شپو او ورځو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي، خو هغه شرایط چې نړیوالې ټولنې له دې بد وضعیت د افغانستان د وتو لپاره وړاندیز کړي، طالبانو یو هم نه دی منلی.
خو له دې ټولو سره سره، پرون په دوحه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت د څېړنې او له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د څرنګوالي په اړه غونډه شوې.
په دې غونډه کې د قطر د سرې میاشتې د عمومي منشي علي بن حسن الحمادي په ګډون د اسیا لپاره د سره صلیب او سرې میاشتې سیمهییز مسوول الکساندر ماتیو، په افغانستان کې ایسيارسي مشر ایلو فیلیون، د طالبانو د سرې میاشتې رییس مطیعالحق او د بهرنیو هېوادونو ځینو استازو او سفیرانو هم ګډون کړی وو.
د قطر د سرې میاشتې ټولنې لهخوا خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي، په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت او تر خوا یې پر افغانانو د دې حالت د اغېز د کمولو په لارو چارو خبرې شوي.
اعلامیه کې د قطر د سرې میاشتې د ټولنې رییس علي بن حسن الحمادي له قوله لیکل شوي، دوی ټینګار کړی چې څه ډول د ځپل شویو افغانانو اړتیاوې پوره کړي او تر خوا یې افغانستان چې له لسیزو راهیسې جګړو ځپلی له دې حالت وویستل شي او د خلکو امنیت او ثبات یې خوندي شي.
اعلامیه زیاتوي، په دې ناسته کې هوکړه شوې، چې په افغانستان کې د بشري ناورین څرنګوالی له نږدې وڅېړل شي، د بېړنیو او د ژوند ژغورنې اړتیاوې په ګوته شي او تر خوا یې په بېلابېلو سکټورونو کې هغه تشې نښه شي چې د اوسنیو ستونزو د تلپاتې حل لپاره لار پرانېزي.
د قطر د سرې میاشتې د ټولنې اعلامیه دا هم لیکل شوي، چې دوی نړۍ ته بلنه ورکړې، چې د یو داسې هېواد په وړاندې خپل بشردوستانه مسوولیت ته غاړه کېږدي، کوم چې له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې د نړیوال سیاست مرکز او ویجاړ شوی دی.