د ازادي راډیو د «درسي ساعت» په خپرونه کې د لسم ټولګي د تاریخ په برخه کې به تمدن او مدنیت در وپېژندل شي او دا چې د بشر په تاریخ کې کوم تمدنونه رامنځته شوي او د دې تمدنونو د لا غوړېدو پر وړاندې خنډونه څه وو؟
د یولسم ټولګي د تاریخ په درس کې به له اسلام څخه مخکې زموږ د سیمې یا په بله معنی د ننني افغانستان وضعیت تشریح شي.
د دولسم ټولګي د تاریخ مضمون په برخه کې به د ننني افغانستان د مشر په توګه د احمد شاه بابا ټاکل بیان شي او دا چې په دغه مهم تاریخي پړاو کې د افغانستان پر وړاندې د سیمې هېوادونو او نامنسجمه بهرنیو پوځي تشکیلاتو دریځ او نیت څنګه و؟
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5