په کندهار کې د ځمکني توتانو حاصلاتو ښه نتیجه ورکړې ده.
بزګران وايي، که بازار ورته پیدا شي د کوکنارو ښه بدیل دی.
دا مهال په کندهار کې پر پنځوس جریبه مځکه ځمکني توت کرل شوي چې د یوه کیلو بیه یې په بازار کې له دوه سوه افغانیو تر څلور سوه افغانیو پورې رسېږي.
که څه هم د افغانستان زارعتي خاوره د هر ډول کښتونو لپاره مناسبه ده خو حاصلاتو ته د بازار نشتوالی هغه لامل دی چې نویو کښتونو ته کروندګر زړه نه شي ښه کولای.
نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5