نن د مې اتلسمه د موزیم نړیواله ورځ ده، د طالبانو حکومت ژمنه کوي، چې د افغانستان د موزیمونو ساتنه او خوندیتوب یې په لومړیتوبونو کې راځي.
خو خلک وايي، د موزیمونو او د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې د طالبانو پر ژمنو شک لري.
عزیز احمد عزیز څو کاله په کندهار کې د تاریخي اثارو د ساتنې مدیر و، چې وايي اوس مهال په افغانستان کې د موزیمونو او لرغونو اثارو برخلیک ته اندېښمن دی.
ښاغلی عزیز وايي ګڼ مسلکي کسان چې وړاندې یې په دې برخه کې کارونه کول، لیرې کړای شوي دي.
نوموړی وايي: "ځیني مسلکي کسان چې پر دندو وو، له دندو لیرې کړای سوي دي. اوس یې داسې کسان پر ځای راغلي دي، چې هغه د لرغونو اثارو او موزیمونو پر اصولو او مقرراتو نه پوهېږي، یا یې دغه مسلک نه دی. کله چې یو څوک د یو شي په ارزښت پوه نه سي، د هغه پر لایحې او وظایفو ځان پوه نه کړي، په هغه برخه کې کار نه سي کولی."
د افغانستان مخکېني حکومت په ۲۰۱۷م کال کې د موزیمونو د وضعیت ښه کولو لپاره د یوه پنځه کلن کاري پلان اعلان کړی و، چې له مخې به یې نورو هېوادونو ته د افغانستان د قاچاق شویو لرغونو اثارو ستنول هم په کې شامل وو.
وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، خلکو په افغانستان کې د لرغونو ساحو، اثارو او موزیمونو د برخلیک په اړه اندېښنه ښوولې ده.
طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۱م کال د بامیان د بودا مهمې او لرغونې مجسمې په چاودنو سره تخریب کړې، چې دې کار یې په نړیواله سطحه عکس العملونه وپارول.
نن د مې اتلسمه، د موزیم نړیواله ورځ ده او هر کال په بېلابېلو نومونو د دې لپاره لمانځل کېږي، چې خلک د موزیمونو او لرغونو اثارو په اهميت پوه کړي، دغه راز د دغو موزیمونو او لرغونو اثارو خوندیتوب ته د خلکو پام واړوي.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل، دوی د موزیمونو خوندیتوب په خپلو لومړیتونو کې شامل کړی دی.
نوموړي ويلي: "د افغانستان ټول موزیمونه انشاالله خوندي دي. د موزیمونو په اړه مو په لومړیو کې اقدام دا و، هغه څه چې په موزیمونو کې وو هغه مو وکتل چې باید وي، تفتیش یې وشو، څو ډاډمن شو چې ټول موزیمونه خوندي دي. ساتونکي او مسوولین ورته لرو. تر اوسه پورې د حفاظت په برخه کې موږ ډاډمن یو او هېڅ ستونزه نه شته ورته."
خو عزیز احمد عزیز اندېښمن دی، چې د لرغونو اثارو او موزیمونو په برخه کې د اوسنیو چارواکو بېغوري ښايي د ډېرو اثارو د تخریب او قاچاق سبب شوې وي.
نوموړي وايي: "زما اندېښنه دا ده چې د حاکم نظام په راتلو سره کېدی شي چې ډېر لرغوني اثار ورک یا هم قاچاق شوي وي. هغه لرغوني اثار چې اوس په افغانستان کې موجود دي، د حفاظت لپاره یې کوم پلان نه شته. که کوم پلان وي هم، تر اوسه پورې له ولس سره دا پلان نه دی شریک شوی."
په افغانستان کې لومړنی موزیم د امیر امان الله خان له خوا په باغ بالا کې جوړ شو، چې د وخت په تېرېدو سره د موزیمونو شمېر زیات شو.
په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د هغه وخت حکومت په هېواد کې د دولتي موزیمونو پر جوړېدو کار پیل کړ او تر څنګ یې څو شخصي موزیمونه هم جوړل شول چې له ډلې یې په کابل کې د عمر په نوم د جګړه ییزو توکو موزیم او په هرات کې د سلطاني موزیم یادولی شو.
تر ټولو مهم موزیم د افغانستان ملي موزیم دی، چې په کابل کې اوس د نندارچیانو پرمخ پرانیستی دی. په دغه موزیم کې د ډېرې لرغونې زمانې او د اتلسمې او نولسمې پېړۍ لرغوني اثار هم خوندي دي.
ملي موزیم د طالبانو له بیا واکمنېدو درې میاشتې وروسته په نوامبر مياشت کې بېرته د نندارچیانو پرمخ پرانيستل شوی، خو د طالبانو بدلېدونکي دریځ ته په پام سره معلومه نه ده چې دغه ډول موزیمونه به تر کومې د نندارچیانو پرمخ پرانیستي وي.