په ننګرهار کې د زیتونو حاصلاتو کچه ۱۰۸۶ ټنو ته رسېدلې

په ننګرهار کې د زیتونو انځور

د ننګرهار ولایت په کانال کې د زیتونو د حاصلاتو کچه په روان لمریز کال کې ۱۰۸۶ ټنو ته رسېدلې ده.

د ننګرهار ولایت د کانال ریاست ویاند سید همایون غریب مل نن ازادي راډیو ته وویل، تمه ده چې په روان لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د زیتونو عواید ۶۳ میلیونه افغانیو ته ورسېږي.

ښاغلی غریب مل وایي، له دې زیتونو ۱۲۲ زره لیتره تېل او ۳۱ زره بوتله اچار تولید شوی دی.

که څه هم ښاغلي غریب مل د تېر کال د زیتونو د حاصلاتو د کچې په اړه جزیات ورنه کړل، خو وايي چې سږ کال د زیتونو حاصل د تېر کال په پرتله ډېر دي.

د ننګرهار د کانال ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال یو لیتر خالص زیتون په عمده ډول ۵۰۰ افغانۍ او یو بوتل اچار هم په سلو افغانیو بازار ته وړاندې کېږي.

د ننګرهار ولایت د کانال ریاست د زیتونو فابریکه پر ۲۷ هکتاره ځمکه جوړه شوې ده چې د څلور زره مټریک ټنه زیتونو د تولید ظرفیت لري.