د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

په ننګرهار کې ۶۰۰ جریبه ځمکه یوځل بیا له اوبو برخمنه شوه


په ننګرهار کې د کانال شپږسوه جریبه ځمکې ته له پینځلس کلن ځنډ وروسته اوبه د بیا ځل لپاره ورتیرې شوې.

د ننګرهار ولايت د کانال رئيس انجينر زيارت ګل راحل ازادۍ راډيو ته وويل، چې له تېرو پنځلس کلونو راهيسې د ننګرهار دوېيم نمر کانال وچ شوى و، چې له امله يې شپږ زره هکټاره ځمکه له اوبو نه بې برخې شوې وه، چې نن يو ځل بيا له اوبو څخه برخمنه شوه:

"د هډې فارم د څلورم بلاک، شپږ زره جریبه ځمکه، چې له تیرو پینځلسو کلونو راهیسې، چې د دوېیم کانال د وچیدو له امله له منځه تللی وه او باغونه او ځنګلونه يي له منځه تللي وو د بیا فعالیدو کار پیل شو او اوبه ورته تیرې شوې."

د کانال رئيس زياتوي، چې د ننګرهار د کانال رياست دوه نورې پروژې هم پیل شوې، چې له مخې به يې په سل جريبه ځمکه کې ځنګلات او په دوه سوه جريبه ځمکه کې زيتون وکرل شي:

"په کانال کې د څلور سوه جریبه ځمکه کې به باغونه هم وکرو، چې اوس مو لړۍ پيل کړې او دوه نورې پروژې دې، چې په سل جریبه ځمکه کې ځنګلونه کرل کیږي او دوه سوه جریبه ځمکه کې به زیتون فارمونه کرل کیږي."

د کانال ریاست مسولینو په خبره په ١٣٩٢ کال کې به د ننګرهار په کانال رياست کې د ٢٢ ميلیونه ډالرو په ارزښت پروژې هم پيل شي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې په دغو پیسو کې به يو ميلون ډالره د اسيايي پرمختيايي بانک لخوا د زيتونود فابريکې او توليد په برخه کې مصرف شي.

یو میلیون ډالره به د کرنې وزارت او پاتې پیسې به د اسیايي پرمختیايي بانک لخوا په بیلابیلو برخو ولګول شي.

شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG