د کابل ښار ځینې اوسېدونکې وايي، په تېرو دوو اونیو کې د برېښنا پارچاوۍ زیاته شوې او د طالبانو له حکومت غواړي چې د دې ستونزې د هوارۍ لپاره اقدام وکړي.
په کابل کې د هوا په ګرمېدو سره د برېښنا نشتون خلک اندېښمن کړي.
دوي وايي، سره له دې چې د نړول شویو ستنو څخه دوه اونۍ تېرېږي خو بیا هم د طالبانو حکومت په دې نه دی توانېدلی چې د کابل برېښنا عادي حالت ته راوګرځوي.
د کابل ښار اوسېدونکی سیف الله وویل: "له هغې وروسته چې د برېښنا ستنې په سالنګ کې ونړول شوې موږ منظمه برېښنا نه لرو، د ورځې لخوا خو بیخي برق نه وي خو د شپې لخوا یوازې د څو ساعتونو لپاره راځي چې هغه هم کافي نه دی."
د کابل ښار بل اوسېدونکی محمد منصور هم له ورته وضعیته شکایت کوي او د طالبانو له حکومت غواړي چې ددې ستونزې د حل لپاره یوه لاره پیدا کړي.
هغه ویل: "هوا ګرمه شوې ده او موږ د خوړو ساتلو لپاره یخچال، د کور د یخولو لپاره کولر او پکي ته اړتیا لرو خو برق نه شته، موږ له زیاتو ستونزو سره مخ یو، موږ د طالبانو له حکومت غواړو چې دغې ستونزې ته رسیدنه وکړي."
لکه څرنګه چې د ډېری لوړ پوړو ودانیو او استوګنیزو ښارګوټو د اوبو رسولو سیستم برېښنايي دی، د برېښنا په نه شتون کې د دغو ودانیو او ښارګوټو اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره هم مخ کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چېد برېښنا شرکت په خبره له دوه اونیو له زیاتې مودې راهیسې د پروان ولایت د جنوبي سالنګ په تاغمه سیمه کې د وارداتي برېښنا دوه پایې د روښنایۍ د دښمنانو له خوا ونړول شوې چې له امله یې د کابل په ګډون د یولسو ولایتونو اوسېدونکي له برېښنا بې برخې شول.
په دې اړه نور: ځينې کابل ښاریان: د اختر ورځې مو تياره کې تېرې کړېمخکې تر دې د برېښنا شرکت ویاند ویلي و، د برېښنا د نړول شویو ستنو د رغولو کار به دوه اوونۍ وخت ونیسي.
وموغوښتل په دې اړه د مسوولینو تازه څرګندونې هم په دې راپور کې راواخیستل شي خو د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وویل، په دې اړه د مسوولینو هدایت ته په تمه دی او بیا یې د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.
مخکې تر دې په جمهوري نظام کې هم د برېښنا لسګونه ستنې په ځانګړي ډول په سالنګونو کې نړول شوې وې، چې پلازمېنه کابل او بیلابیل ولایتونه یې له امله په شپو، شپو تیاره وه.
د برېښنا ستنو د ړونګولو موضوع تل د افغانستان د اوسېدونکو له انتقادونو سره مخ وه او د وخت حکومتونه یې د امنیت په برخه کې ناتوانه بولي.