د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د دغې ادارې تخنیکي کارکوونکو د ۱۵۰ میګاواټه وارداتي برېښنا په موقتي نښلولو سره د لنډ وخت لپاره د کابل او د افغانستان د لسو مرکزي ولایتونو د ښاریانو ستونزې هوارې کړې.
تر دې مخکې د تېرې جمعې په شپه ناپېژاندو کسانو د جنوبي سالنګ په تاغمې سيمه کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا دوه پايې ويجاړې کړې وې او د برېښنا شرکت مسوولينو ویلي، چې په ترميمولو به يې له دوو تر درېو اونيو پورې وخت ونيسي.
د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي پرون رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل، چې د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا مزي د کابل او لسو ولایتونو د خلکو یو شمېر ستونزې هوارې کړې دي.
د کوچني اختر په رارسېدو سره د برېښنا پرچاوۍ د کابل او ګاونډيو ولايتونو ښاريان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.