د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

برېښنا شرکت: پروان کې نړول شوې د برېښنا پايې په دوو اونيو کې جوړېږي


ارشيف
ارشيف

د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت وایي د پروان ولایت کې د برېښنا د نړول شویو ستنو جوړېدل دوه اونۍ وخت اخلي.

پلازمېنې کابل او ورته د نږدې ولایتونو برېښنا پرې کېدل خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دغه ښار او د نږدې ولایتو یو شمېر اوسېدونکي وایي د وارداتي برېښنا پرې کېدل دوامداره دي او د طالبانو له حکومته غواړي چې د دې ستونزې د دایمي حال لپاره پر یو پلان کار وکړي.

د کابل ښار دوه تنو اوسېدونکو عزیز او عرفان الله ازادي راډیو ته وویل:
"یو خو د ګرمۍ موسم دی، بل په روغتونونو کې خلک له ستونزو سره مخ دي، موبایلونه مو چارج نه لري ټکنالوژي نه شو کارولی هیله ده چې زموږ دولت د وارداتي برېښنا د بېرته زر جوړولو تر څنګ د دایمي حل لپاره په کور دننه د برېښنا تولید ته زمینه برابره کړي."

"دا ستونزه له ډېره وخته رامنځته کېږي،د دې لپاره باید یو مجهزه کاري ټیم جوړ شي ځکه د هرې ستنې لپاره خو جلا جلا ساتونکي نه شي ګمارېدلی نو دا مجهز ټیم به ژر رسېدنه ورته وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالیانو د حکومت د برېښنا شرکت چارواکو په سالنګ لویه لاره کې د دوو ستنو د نړېدو خبر ورکړی د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.

د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:“دا چې یادې ستنې د غرونو لوړو څوکو کې دي زموږ د کاري ټیم ډېره هڅه دا ده چې تر مازدیګر پورې وکولای شي ۱۵۰ میګا واټه برېښنا چمتو کړي تر څو د کابل او په دې مسیر د پرتو ولایتونو د برېښنا ستونزه یوه اندازه حل شي."

ښاغلی میوندي وایي دې ستونزې د کابل په ګډون په دغه مسیر یوولس پراته ولایتونه له برېښنا بې برخې کړي دي.

خو ښاغلي میوندي د دې پېښې د عاملینو په اړه څه ونه ویل چې چا دا کار کړی دی.

ترې دې مخکې د تېر جمهوري نظام پر مهال هم د وارداتي برېښنا ستنې په بېلابېلو ولایتونو سیمو کې پرې کېدلې، چې د هغه مهال د حکومتي چارواکو به یې پړه پر طالبانو اچولې چې د جګړې پر مهال دغو ستنو ته زیان رسېږي.

خو په وروستیو پېښو کې بیا د دې پېښو یو شمېر پړې داعش وسله والې ډلې اخیستې او کله کله به د مافیایي ډلو له لوري دغه کړنې ترسره کېدلې.

XS
SM
MD
LG