روسيې د اوکراين له يوه موزيم قيمي اثار لوټلي

د اوکراين په يوه موزيم کې تاريخي اثار

اوکراین پر روسیې تور ولګاوه، چې ځواکونو یې په جنوبي ښار ماریوپول کې له یوه موزیم څخه قیمتي لرغوني اثار لوټ کړي دي.

د ماریوپول ښاروال ایوان فیدوروف د اوکراین ملي ټلویزیون ته وویل، روسي پوځیانو د سرو زرو سکې هم ترلاسه کړي او معلومه نه ده چېرې یې وړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د ماریوپول موزیم یوې چارواکې ویلي چې د دوی کارکوونکو د موزیم قیمتي خزانه د یوې تاکاوۍ په بکسونو کې پټ کړي وو.