د طالبانو حکومت وايي په پروان ولایت کې د وارداتي برېښنا د دوو پایو د تخریب په تور دوه کسان نیول شوي دي.
د پروان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول کامران حبیبي پرون محلي رسنیو ته ویلي، دغه دوه کسان په تاغمه سیمه کې د پایو د تخریب د پېښې په تړاو نیول شوي دي.
دغه پایې وړمه شپه په بمي چاودنو تخریب کړای شوې، چې برېښنا شرکت ویلي ترمیم یې څو ورځې وخت نیسي.