د دې اوونۍ د زهرو کاروان په خپرونه کې به واورئ چې په وروستیو مياشتو کې د کابل په هوايي ډګر کې د نشه يي موادو هیڅ قاچاق کوونکی نه دی نيول شوی.
په يوه بل راپور کې به واورئ چې، د هرات ولایت د صنايعو اتاق وايي، د وقايې لپاره هغو معتادانو ته کار ورکوي چې درملنه يې شوې وي.
دا چې د معتادو پلرونو او ميندو نشه د هغوی پر اولادونو څه ناوړه رواني اغېزې لري، په دې اړه له ډاکټر محسن حسن سره مرکه لرو.
د يوه معتاد خاطره او په پای کې ډرامه هم اورېدلای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5