عمران خان د اسلام اباد پر لور د اوږد لاريون د ايستلو خبر ورکړ

انځور: د عمراخان په پلوئ يو لاريون

د پاکستانی پخوانی صدر اعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، د روانې مې میاشتې په وروستیو کې به د اسلام اباد په لور اوږد لاریون وکړي.

عمران خان چې د خپل حکومت پر پرځېدو اعتراض لري، تر اوسه څو احتجاجي غونډې کړي دي.

د ده د تازه اعلان په ځواب کې د پاکستان نوي حکومت څه نه دي ویلي.

د پاکستان د نوي حکومت صدر اعظم شهباز شریف دا مهال په سعودي عربستان کې دي.