اوکراين ماريپول ښار کې د بشري دهليز د جوړېدو موافقې خبر رد کړ

ارشيف:د اوکراين جګړه کې د اوښتې ويجاړۍ يوه څنډه

اوکراین دا رد کړه چې ګنې په محاصره شوي بندري ښار ماریپول کې د فولادو په یوه فابریکه کې د ایثار پاتې شویو ملکیانو د وتلو لپاره له روسیې سره د بشري دهلیز د پرانسيتلو په اړه موافقې ته رسیدلی.

د اوکراین د فاع وزارت ویلي چې روسیې پرون دوشنبې هم پر دغې فابریکې او دغه راز د ریلګاډي او سوند موادو پر تاسیساتو بریدونو ته دوام ورکړ.

د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرینا ویریشچوک وویل، د ازو سټال د فولادو له فابریکې د ملکیانو د وتلو لپاره د بشري دهلیز د پرانستلو اعلان روسیې په یو اړخیز ډول کړی او داسې یو دهلیز وجود نه لري.

هغې زیاته کړه چې دا خبره ښکاره او رسماً کوي چې په خواشینۍ سره د دغسې یوه بشري دهلیز په اړه کومه موافقه نه ده شوې.

د نوموړې له دغو څرګندونو وروسته د اوکراین د ولسمشر یوه سلاکار وویل چې روسي ځواکونو پرون هم د فولادو پر دغې فابریکې بریدونو ته دوام ورکړ.

په دغه فابریکه کې د په سلګونو ملکیانو ترڅنګ له ماریپول څخه د دفاع وروستۍ ډلې بندې پاتې دي.