د ولسمشر په توګه د مکرون بيا ټاکنه؛ خپل ولس سره يې نوې ژمنې وکړې

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر وايي، د خپلو خلکو د يووالي لپاره به کار وکړي.

ایمانویل مکرون په تېرو شلو کلونو کې تر ژاک شیراک وروسته لومړنی ولسمشر شو چې د دوهمې دورې لپاره د فرانسې ولسمشر ټاکل کېږي.

هغه چې خپلې سیالې مارین لوپين ته ماته ورکړه بېګا یې له ټولو فرانسویانو د مننې تر څنګ وویل، د هغو خلکو اندېښنې هم ځوابوي چې مارین لوپين ته یې رایه ورکړې یا یې هېڅ رایه نه ده کارولې.

هغه زياتوي: "مننه ګرانو ملګرو، ګرانو وطنوالو دلته پاریس، د فرانسې ګوټ ګوټ او بهر کې. له ټولو مننه. زه پوهېږم چې زموږ ګڼو هېوادوالو ښي اړخې افراطي ته رایه ورکړه. د هغوی غوصه او خپګان چې بلاخره باعث شوه هغوی بل چاته رایه ورکړي هم باید ځواب شي. دا به زما او زما د شاوخوا کسانو مسوولیت وي."

مکرون دا ژمنه هم ورکړه، چې را روان پنځه کاله به د تېرو پنځو کلونو تکرار نه وي بلکې د غوره پنځو کلونو دوره وي چې پکې به خلکو ته په خدماتو متمرکزه وي.

ګڼو اروپايي مشرانو د ایمانویل مکرون له بریا چې د فرانسې او اروپايي ټولنې تر منځ د نږدې اړیکو پلوی دی هرکلی کړی دی او هغه ته یې د مبارکۍ پیغامونه ورلېږلي دي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ په یوه ټويټ کې مکرون ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، خوشاله دی چې له هغه سره کار ته دوام ورکوي.

د اروپايي پارلمان مشرې روبرتا متسولا د مکرون بیا ځلي ټاکنه د ستایلو وړ بللې او ټینګار یې کړی چې: "یوه پیاوړې اروپايي ټولنه یوې پیاوړې فرانسې ته اړمنه ده."

د فرانسې ګڼو مخالفو ګوندونو هم مکرون ته رایه ورکړې څو د مارین لوپين د بریا مخه ونیسي.

د کیڼ اړخي رادیکال ګوند مشر ژان لوک ملانشون ویلي: "مېرمن لوپين ماته وخوړه. فرانسې په ښکاره هغې ته د خپلې راتلونکې له ورسپارلو ډډه وکړه او دا زموږ د خلکو د یووالي لپاره ډېر ښه خبر دی."

ښي اړخې افراطي سیاستواله مارین لوپين تر ډېره له اروپايي ټولنې او ناټو سره د فرانسې د اړیکو د کمولو او په دننه فرانسه کې د هغې په خبره د پراخ بدلون په لټه کې وه.

مارین لوپین

هغې په دې وروستیو کې د فرانسې په کلیو او ښارګوټو کې د ګڼو خلکو پام ور اړولی وو او څه باندې ۴۱ فیصده رایې وګټلې.

لوپين که څه هم خپله ماته ومنله خو ویې ویل، چې خپلې سیاسي مبارزې ته به په کلکه دوام ورکوي او په جون میاشت کې چې د فرانسې پارلماني ټاکنې کېږي د مکرون په وړاندې سیالۍ ته راوځي.

اغلې لوپین خپلو کمپاینونو کې دا هم ویلي وو، چې غواړي د فرانسې په لارو کوڅو کې د ښځو له خوا ټیکریو په سر کول منع کړي، د حلالې غوښې قصابۍ بندې او اروپا ته د کډوالو مخه ونیسي.