د ایران د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي چې خپلې پولې کنټرول کړي او ایران ته په غیرقانوني ډول د خلکو د اوښتو مخه ونیسي.
امیرعبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره تېر ماښام په ټیلفوني خبرو کې پر دې هم ټینګار کړی چې طالبان دې په افغانستان کې د دوی د ډیپلوماټیکو استازولیو امنیت خوندي کړي.
زموږ همکار، د ولسي جرګې له پخوانۍ استازې شکریې بارکزۍ څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې. ایا طالبان دا وړتیا لري چې د دې لړۍ مخه ونیسي؟
Your browser doesn’t support HTML5
شکریې بارکزۍ سره مرکه