له نشه‌يي موادو سره د طالبانو د مبارزې لومړۍ دورې پولیسو فعاليت پيل کړ

ارشیف، کندهار کې د کوکنارو کروندې

د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۵۰ تنو افسرانو او پولیسو ته لنډمهاله زده‌کړې ورکړې.

دې پولیسو ته د یوه لنډمهاله سمينار په بهیر کې د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د نيولو په اړه زده‌کړې ورکول شوې.

د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا پولیس په اتو برخو کې روزل شوي دي، خو په دې روزنه کې د کوکنارو د کښت مخنيوی او اړول نه‌دي شامل.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د دفتر رئیس حسيب‌الله احمدي وايي چې دا تربيتي دوره ۱۵ ورځې وه: "په دې سمينار کې ګډونوالو پولیسو ته د تورن کس نيول، مشکوک کس تلاشي کول، کور يې تلاشي کول، د قاچاق کوونکي نيول، د قاچاق کوونکي تعقيبول او عدلي او قضايي ادارو ته د تورن کس دوسيه سپارلو په اړه روزنه شامله ده."

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ودانۍ

د طالبانو حکومت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت چارواکي که څه هم له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د ټولو پخوانیو ادارو د فعاله پاته کېدو يادونه کوي، خو په دې لړ کې د نشه‌يي بوټو د اړولو ځانګړې قطعه يا (اېن ای یو)، د تخنيکي څېړنو برخه يا (ټي ای یو)، له نشه‌يي موادو سره د حساسې مبارزې د څېړنې برخه يا (اېس ای یو) او داسې نورې برخې اوس نه‌شته.

د طالبانو حکومت ويلي چې له څلورو مياشتو راهيسې يې د نشه‌يي موادو لسګونه واړه قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نيولي دي، خو د کوکنارو په وروستيو دوو فصلونو کې د کوکنارو د اړولو په برخه کې هېڅ عمليات نه‌دي شوي.

سياسي تحليلګر خالد پشتون وايي، د طالبانو حکومت د ځينو دلايلو له مخې د نشه‌يي بوټو د کښت منع کولو او اړولو په اړه کلک هوډ نه‌لري: "طالبان يو ډول ژمنه لري، ژمنه‌يې هغه مرستې دي چې په تېرو ۲۰ کالو کې يې د عشر او نورو مرستو په نوم له قاچاق کوونکو، ځمکه‌والو او بزګرو څخه اخيستي دي. دا يو ډول اخلاقي پور دی چې طالبان‌يې پوروړي دي، طالبان نه‌شي کولای چې پر دې مسئله سترګې پټې کړي، ځکه د طالبانو د عايداتو يوه لویه سرچينه همدا نشه‌يي مواد دي او طالبانو په تېرو ۲۰ کالو کې له دې سرچينې څخه ډېرې پيسې ترلاسه کړي دي."

سياسي تحليلګر خالد پشتون

په پام کې ده چې په راتلونکو دوو اوونیو کې د افغانستان په تودو يا ګرمسېرو ولايتونو کې له کوکنارو څخه ترياک راټول کړل شي او د طالبانو حکومت هم تر دې مهاله د کوکنارو کښت په رسمي ډول نه‌دی منع کړی، خو د طالبانو حکومت وياند تازه ويلي چې تر څو نړیواله ټولنه له بزګرو سره د بديل معيشت په برخه کې مرستې ونه‌کړي، دوی به د کوکنارو کښت بند نه‌کړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې لومړۍ دورې پولیسو تر زده‌کړو وروسته فعاليت پيل کړ