افغانستان د ۲ قدرتونو شاهد؛ له دې هېواده د شوروي او امریکا د وتلو پیغام څه دی؟

آرشیف، نقشه افغانستان

افغانستان ښایي په تېرو څلورو لسیزو کې یو له هغو څو هېوادونو څخه وي چې د نړۍ د دوو زبر ځواکونو د راتګ، جګړې او وتلو تجربه لري.

د پخواني شوروي اتحاد وروستی سرتېری جنرال بورېس ګروموف د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د حيرتان له پله تېر شو او له افغانستانه ووت چې افغانستان کې د پخواني شوروي د پوځي حضور د پای نښه وه.

  • د دې هر یو شرقي او غربي قدرتونو د راتګ او وتلو لاملونه ډېر دي.

په دې راپور کې یو شمېر سیاستوالو او مفکرینو خبرې کړي دي، د پخواني شوروي اتحاد د وتلو اصلي لاملونه، اقتصادي سقوط او په هغه وخت کې پر شوروي اتحاد د نړۍ شته فشارونه په ګوته کوي.

خو د دې څلورو لسیزو سیاسي، نظامي او ټولنیزې پایلې لاهم د افغانستان پر خلکو خپل اغېز لري.

همدارنګه، دغه سياستوال او سياسي پوهان د پخواني شوروي اتحاد او امريکا د وتلو ترمنځ د ورته والي او توپير په اړه نظرونه لري.

د دغو دوو قدرتونو د شتون مشترک ټکی چې سیاستوال یې مطرح کوي، دا دی چې په دواړو وختونو کې د افغانستان خلکو ته د پرېکړو کولو موقع نه ده ورکړل شوې او ټولې چارې د وخت د حکومتونو او د دوی د باور وړ اشخاصو په واک کې وې.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق چې ځان د افغانستان د ملي مقاومت د شورا غړی هم بولي وايي، شوروي اتحاد او امریکا دواړه یرغلګر وه او له افغانستانه د وتلو اصلي انګېزه د دوی اقتصادي ناکامي ده، هغه څه چې د نورو پوهانو په خبره زیات نور ابعاد هم لري.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق

ښاغلی محقق افغانستان ته د شوروي اتحاد او د امریکا د متحدو ایالاتونو د راتګ ترمنځ توپیر د نړیوال مشروعیت درلودل او نه درلودل ګڼي.

دی وايي، پر افغانستان د شوروي یرغل د نړیوال مشروعیت د نشتوالي له امله، د نړیوالو په ملاتړ د افغانانو له مقاومت سره مخ شو چې بالاخره په افغانستان کې د سره پوځ د ماتې لامل شو.

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه، د شوروي د وروستي مشر میخایل ګورباچوف پرمهال ووتل.

محقق وايي: "د دوی لپاره پاتېدل نور ستونزمن وو، نو ښاغلی ګورباچوف راغی او له دې ستونزې یې ځان وژغوره او د شوروي اتحاد لګښتونه یې کم کړل او شوروي اتحاد هم ړنګ شو. په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور هم د لوړ لګښت له امله ختم شو که څه هم د نړۍ نورو هېوادونو هم دا لګښت پرې کوو، خو زیاته برخه یې د امریکا په غاړه وه ځکه په افغانستان کې د دوی پوځ شتون ډېر دروند لګښت درلود او بل خوا د افغان پوځ لګښتونه هم د امریکا په غاړه وه."

ښاغلی محقق ډونالډ ټرمپ د امریکا پخوانی ولسمشر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو یو له مهمو تصمیم نیوونکو څخه بولي چې نه یې غوښتل په افغانستان کې د امریکا په حضور او جګړه نوره هم لګښت وکړي.

ډونالډ ټرمپ د امریکا پخوانی ولسمشر

افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د راتګ په اړه نظرونه توپیر لري. ځينې وايي چې سور پوځ د هغه وخت د حکومت په بلنه د خلق ډموکراټيک حکومت د ملاتړ لپاره افغانستان ته راغلى، خو محمد محقق وايي چې شوروي ځواکونه د افغانستان د څلورم ولسمشر ببرک کارمل سره یو ځای افغانستان ته راغلل او په هغه وخت کې ببرک کارمل هېڅ حکومت نه درلود چې شورويان راوبولي.

کارمل د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۷ د پخواني شوروي اتحاد له راتګ سره هم مهاله په افغانستان کې ولسمشر شو، خو امریکا د نړیوال مشروعیت په درلودلو او د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعدې شبکې څخه د غچ اخیستو لپاره افغانستان ته راغله.

القاعده د ۲۰۰۰ کال د سېپټمبر په ۱۱ مه د امریکا په خاوره کې پر سوداګریزو برجونو او نورو ایالاتونو د بریدونو په تنظیمولو تورنه شوې وه.

په دې پېښه کې ۲۹۷۷ کسان ووژل شول.

په امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې پېښه

پخوانی شوروي اتحاد نهه کاله په افغانستان کې پاتې شو، خو امریکا شل کاله پاتې شوه.

مجاهدین هغه مهال له روسانو سره په جګړه بوخت وه او د امریکا په وړاندې بیا طالبان په افغانستان کې د جګړې اصلي اړخ و چې دواړه ډلې د وخت په توپیر سره په افغانستان کې واکمنې شوې.

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل: "د شوروي له وتلو وروسته د مجاهدینو د مشرانو منځ کې بې اتفاقي هېواد کې د تورو ورځو د پیل او کورنۍ جګړې لامل شوه، اوس چې امریکا هم ووتله وضعیت حساس دی او هیله شته چې د اوسني حکومت مشران چې افغانستان کې دي، د نورو خبرې هم واوري د سولې خبرې، د مهربانۍ او یووالي خبرې واوري."

محمد محقق وایي، امریکا د پخواني شوروي اتحاد برخلاف په خپل لاس کېنول شوي حکومت ته لازمه ونه ګڼله چې د قطر په تړون کې شریک اوسي او یا هم حضور ولري.

هغه په دې باور دی چې امریکا د قطر د تړون په نتیجه کې افغانستان طالبانو ته په واک لاس ورکړ.

طالبان پر افغانستان د واکمنېدو پر مهال ځینو ولایتونو کې له ځینو سیمه ییزو پوځي قوماندانانو او پاڅون کوونکو همدارنګه د مقاومت جبهې غړو سره په لومړیو ورځو کې ځای ځای وجنګېدل خو پر پلازمېنه کابل بیا له جګړې پرته واکمن شول.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم واخلي، خو د دې راډیو پوښتنو ته یې ځواب ونه وایه.

بیا هم طالبان ځانونه د میدان بریالي ګڼي او د ملا حسن اخندزاده په رهبرۍ یې خپل سرپرست حکومت د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې اعلان کړ.

د امریکا او پخواني شوروي اتحاد د حضور، تګ او راتګ واټن دومره نږدې دی چې د افغانستان ډېری خلک یې پر خپل ژوند د اغیر شاهدان دي .

په هرات ولایت کې د متخصصینو د شورا مشر او د سیاسي چارو پوه محمد رفیق شهیر یو له دغو افغانانو څخه دی.

ښاغلی شهیر خپله کیسه د پخواني شوروي اتحاد سره د مخالفت او نه منلو په اړه پیلوي: "د وخت شوري اتحاد داسې مهال افغانستان ته راغی چې ډموکراټیک ګوند پر افغانستان واکمن و او د افغانستان ټول خلک ورسره له اعتقادي، ټولنیز او اخلاقي نظره مخالف وه، نو د هغوی پر وړاندې یو غورځنګ او ټول ګډونه جهاد پیل شو او ګاونډیو هېوادونو هم په دې برخه کې مرسته وکړه."

ښاغلی شهیر بالاخره دغه مخالفتونه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو لامل بولي.

نوموړی وایي، له افغانستان د وروستي شوروي اتحاد د سرتېرو د وتلو پرمهال په هرات ولایت کې و.

دی زیاتوي، خلکو ته د خوشحالۍ یو ځانګړی احساس پیدا شوی و چې ان ده هم له همدې امله خلکو ته د "خیرات" په توګه ډوډۍ وېشلې دي: "کله چې روسانو غوښتل له افغانستانه ووځي، ډاکټر نجیب الله په واک کې و او هغه یو پیاوړی کس و او ویې کړای شول امنیتي ځواکونو سم رهبرۍ او امنیت ټینګ کړي او روسان له افغانستانه ووځي."

ښاغلی شهیر دغه شان وایي، د پخواني شوروي اتحاد د لاس حکومت هم بالاخره سقوط شو او مجاهدین واکمن شول چې کورنۍ جګړې رامنځته شوې او د هغو جګړو لوړه بیه هم عامو افغانانو په ځانګړې ډول د کابل ښار اوسېدونکو پرې کړه چې د مجاهدین د حکومت په سقوط سره بیا د طالبانو لومړۍ پړاو واکمني پیلېږي.

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد او امریکا تر وتلو وروسته یو تفاوت دا دی چې د ډاکټر نجیب الله حکومت له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته شااوخوا درې کاله دوام وکړ، خو د محمد اشرف غني ـ په افغانستان کې د امریکا د حضور د دوهم ولسمشر – حکومت کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو ۱۵ ورځې وړاندې سقوط وکړ.

پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله له روسي سرتیرو سره

محمد محقق وايي، هغه حکومتونه چې د دغو دوو زبر ځواکونو له وتلو وروسته رامنځ ته شول، ورته والی لري او هغه دا چې حکومت په زور وو او دی: "له همدې امله، دواړه حکومتونه چې له دواړو اشغالونو وروسته رامنځته شوي، د زور او جبر حکومتونه دي او د خلکو اراده په کې دخیله نه ده."

د جدي میاشتې په ۱۴ مه نېټه د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ملي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي و چې د دوی په حکومت کې د تېر حکومت چارواکو ته ځای نشته.

له دې څرګندونو یوه اوونۍ مخکې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور ویلي و چې متحدو ایالاتو دوی ته د ۱۵ کسانو نوملړ ورکړی چې باید د په حکومت کې ځای ورکړل شي.

هغه ویلي و: "په دې نوملړ کې د محمد محقق، کریم خلیلي، عطا محمد نور، سیما سمر، باتور دوستم او ځینو نورو کسانو نومونه شامل دي."

خو ملا عبدالغني برادر د دې خبرو په تایید ویلي چې دا کار شونی نه دی.

له افغانستان د امریکا او د متحده ایالاتو د متحدینو تر وتلو وروسته، پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو د شپږ میاشتو په تېرېدو سره او هم مهاله له دغه هېواده د پخواني شوروي هېواد د ځواکونو د وتلو له ۳۳مې کلیزې سره ، دغه هېواد لا هم نه مشروع حکومت لري او نه روښانه راتلونکی.

اندېښنې دا دي چې افغانستان یو ځل بیا د ۷۰ لسیزې په شان د کورنیو جګړو کوربه نه شي.