د فوټسال تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله تاجکستان سره لوبه لري

د فوټسال تر نولس کلنو کم عمره افغان لوبډله

د افغانستان د فوټسال تر نولس کلنو کم عمره لوبډله نن سې شنبه له تاجکستان سره لوبه کوي.

د دوی لوبه د منځنۍ اسیا د فوټسال د اتلولۍ جام په لړ کې ترسره کېږي.

د فوټسال د اتلولۍ دا سیالۍ د قرغیزستان په کوربه توب پیل شوي.

تمه ده د افغانستان او تاجکستان لوبه د ماسپيښین په دوه نیمو بجو پيل شي.


افغانستان تردې مخکې لومړۍ لوبه په ایران بایللې او په دوهمه لوبه کې یې کوربه قرغیزستان ته ماته ورکړې ده.

تر نولس کلنو کم عمره افغان لوبډله به یوه بله لوبه هم په ګروپي دور کې له ازبیکستان سره وکړي.