په کوټه کې پر ملېشه ځواکونو بريد شوی

ارشیف؛ یو شمېر پاکستان پولیس

پاکستاني چارواکو ویلي چې نن په کوټه کې پر ملېشه ځواکونو بريد شوی دی.

د کوټې یوه پوځي چارواکي نويد عالم خبريالانو ته ويلي، امنيتي سرتېرو پر سرياب سړک ګزمه کوله چې ورباندې چاودنه وشوه.

د ده په وينا، چاودېدونکي توکي د سړک غاړې ولاړ موټر سايکل کې اېښودل شوي وو.

هغه زیاته کړه چې په پېښه کې هېچاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د خيریه ادارې ايدهي بنسټ يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وويل، په چاودنه کې درې کسان ټپيان شوي دي چې په کې يو لاروی او دوه امنيتي عسکر دي.

بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچ نېشنل ارمي د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

بلوچ نېشنل ارمي د بلوچستان په پنجګور او نوشکي کې هم په دوو پوځي اډو د لویو بریدونو مسؤلیت منلی چې په کې پاکستاني چارواکو د ۱۲ عسکرو د وژل کېدو پخلی کړی.

خو بریدګرو ویلي چې له ۵۰ زیات پاکستاني عسکر یې مړه کړي.