د قرغزستان پولیسو د بولوت تیموروف په نوم تحقیقاتي خبریال نیولی دی

ارشیف؛ د قرغزستان پولیس

د قرغزستان پولیسو د بولوت تیموروف په نوم تحقیقاتي خبریال د هغه د دفتر له تالاشۍ وروسته ونیوه.

دغه خبریال وايي، امنیتي ځواکونو د دفتر د تالاشۍ پر مهال غیرقانوني مخدره مواد د ده جېب ته اچولي دي.

امنیتي ځواکونو د تیموروف لایف په نوم د یوټیوب چنل د بنسټګر دفتر پرون شنبه تالاشي کړ.

دغه خبریال د قرغزستان د ولسمشر، صدر جباروف او د ملي امنیت د دولتي کمېټې د مشر کامچي بېګ تاشییف په اړه یو راپور خپور کړی و.

د تیموروف مدافع وکیل، نوربېګ توکتاکونوف خبریالانو ته وویل، چې د خپل موکل د نیول کېدو د دلیل پیدا کولو هڅه کوي.

ده ویلي چې پر تیموروف د مخدره موادو د لرلو تور لګول شوی دی.