د بادغیس زلزله ځپلي مرستې غواړي

Your browser doesn’t support HTML5

د بادغیس زلزله ځپلي وايي چې لا هم مرستو ته انتظار دي. ددې ولایت یو شمېر زلزله ځپلې نن درېیمه ده چې شپه تر اسمان لاندې او یو شمېر هم په خیمو کې سبا کوي. د امریکا د جیولوجیکي سروې د اټکل پر اساس، د افغانستان په بادغیس ولایت کې د دوشنبې د ورځې د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۹ او د دوهمې ۵ اعشاریه ۳ و. په دې زلزله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي او یو شمېر هم ټپیان شوي. د مرګ ژوبلو ترڅنګ دې زلزلې د سیمې اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.