د لویدیځ درې هغه هېوادونه چې د ایران د اټمي تړون د بیا راژوندي کېدو په خبرو کې ښکېل دي؛ د دې خبرو پر ګړندیتوب ټینګار کوي.
د جرمني، فرانسې او بریتانیا ډپلوماټان وایي، په څو اونیو کې باید یوې موافقې ته ورسېږو، که نه دا تړون خپل ماهیت له لاسه ورکوي.
دا تړون په ۲۰۱۵م زېږدیز کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو ترمنځ لاسلیک شو چې بیا په دوه زره اتلسم کال کې واشنګټن له دې تړونه ووت او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول.
په دې اړه نور: د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د احیا لپاره خبرې بیا پیل شوېد ایران د اټمي تړون د بیا راژوندي کېدو اتم دور مذاکرات په ویانا کې روان دي.
ایران چې ادعا کوي اټمي هڅې یې د سوله ییزو هدفونو لپاره دي د یوارنیمو غني کېدل وروسته تردې په تدریجي ډول زیات کړی دی چې متحد ایالاتونه له دې تړونه ووتل.
د امریکا د متحد ایالاتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه ووت او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول.
د فرانسې، بریتانیا او جرمني استازیو په ګډه اعلامیه کې وویل چې خبرې عاجلې دي او دوی داسې پړاو ته په نژدې کېدو دي چې د ایران اټمي تړون د له منځه تلو په حال کې دي.
د دغو درېیو هېوادونو ډپلوماټانو زیاته کړه چې د موافقې لپاره میاشتې میاشتې وخت نه لري، خبره د اونیو ده.
په دې اړه نور: ۳ اروپایي هېوادونو د ایران د اټمي تړون خبرو پر ګړندیتوب ټېنګار کړیچین او روسیه چې دوی هم د دوه زره پنځلسم کال تړون لاسلیک کړی دی، استازو یې د ویانا په روانو خبرو کې په مستقیم ډول برخه اخېستې ده.
د روسیې استازي میخاییل اولیانوف پرون چهارشنبه (د مرغومي ۸مه) له خپل امریکایي سیال سره خبرې وکړې.
ده په ټویټر کې لیکلي دي چې په دې مذاکراتو کې د مسکو او واشنګټن ترمنځ له نژدې همغږي شته او دې ته سخته اړتیا ده چې دا تړون بیا را ژوندی شي.
د امریکا استازی هم په ویانا کې دی خو په مستقیم ډول په خبرو کې برخه نه اخلي.
ایران د دې خبرو پر مهال د امریکا د متحدایالاتونو د بندیزونو د لېرې کېدو خبره په مسوده کې ځای کړې ده.
په دې اړه نور: تهران: له بندیزونو پرته د ایران د صادراتو لپاره د اټمي تړون خبرې پیل شوېایران په ورته وخت کې غواړي چې اټمي تړون ته د متحد ایالاتونو ستنېدل تضمین شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان د اوونۍ په پیل کې د اټمي پړاو خبرو د پیلېدو په درشل کې وویل چې تر هرڅه مهمه دا ده چې ایران پرته له کوم خنډ څخه په اسانۍ خپل تیل وپلوري.
بل لور ته د سې شنبې په ورځ د اسراییل صدراعظم نفتالي بینیت چې د ایران اټمي هڅو ته اندېښمن دی وویل، د ایران او د نړۍ د پیاوړیو قدرتونو ترمنځ له سم اټمي تړون سره مخالف نه دی خو شک لري چې د خبرو په ترڅ کې داسې یو توافق ترلاسه شي.