د نړۍ په کچه د زرګونه الوتنو د لغوه کېدو او یا هم ځنډېدو لامل دا ښودل شوی چې د کرونا د نوې بڼې 'اومېکرون' په زیاتېدو، ګڼ شمېر پيلوټان او د الوتکې عمله قرنطین شوي دي.
د الوتنو د څار وېب پاڼې ویلي، په ټوله نړۍ کې ۲۷۰۰ الوتنې لغوه شوي او ۷۸۴۵ نورې ځنډیدلي دي.
د دې وېب پاڼې د معلوماتو له مخې پرون په دوهمه پرله پسې ورځ یوازې د امریکا د هوایي کرښو ۹۷۳ الوتنې لغوه شوې چې دا د وړمې ورځې پرتله د لغوه شویو پروازونو په شمېر کې ۴۱ فیصده زیاتوالی ښيي.
د الوتنو د څار وېب پاڼې ویلي، امریکا کې شااوخوا ۲۰۰۰ الوتنې ځنډیدلي هم دي.
په هرو لسو هوایي ډګرونو کې چې د الوتنو د لغوه کېدو له کبله ډېر متاثره شوي، ۶ هغه یې د چین هوایي ډګرونه دي.
متحده ایالاتونو کې د هوایي کرښو یوې ویاندې ماډي کینګ ( Maddie King ) ویلي، د کرونا نوې پېښې تر ډېره د ویروس له نوې بڼې اومېکرون سره تړاو لري چې په مستقیم ډول یې د الوتکو پر لغوه کېدو اغېز کړی دی.
په دې اړه نور: د اومېکرون له کبله په نړۍ کې یو ځل بیا د کرونا پېښې زیاتې شوېپه جرمني کې هم د پیلوټانو او د الوتکو د عملې د قرنطین کېدو له کبله د راتلونکو دوو اونیو په مخه لسګونه الوتنې لغوه شوي دي.
د الوتنو لغوه کېدو هغه کسان ناهیلي کړي چې غوښتل یې د کرسمس د جشن پرمهال د کورنیو او خپل خپلوانو لیدو ته ورشي.
له دې وړاندې د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو ویلي، هغه کسان سفر کولای شي چې د کرونا بشپړ واکسین یې کړی وي.
پرون د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس هم د کرسمس په وینا کې هیله وښوده چې د کرونا واکسین بې وزله هېوادونو ته هم ورسیږي.
د اومېکرون د پېښو له زیاتېدو سره سره بیا په ځینو اروپایي هېوادونو کې د کرونا محدودیتونه کم شوي دي.
په بریتانیا کې دوهمې ملکې الیزابت له خلکو غوښتي چې د کرونا له اندېښنو سره-سره باید له ملګرو او کورنیو سره جشن ونمانځي.
په چک جمهوریت کې هم تېره شپه ۱۲ بجې د یوې میاشتې بیړنی حالت پای ته ورسېد.
دغلته اوس رسټورانونه او بارونه کولای شي چې د شپې له لسو بجو وروسته هم فعالیت وکړي، خو په ټولنیزو او کلتوري مراسمو کې د ګډون په اړه د حکومت له خوا ځینې نوي اقدامات اعلان شوي دي.