د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

د اومېکرون له کبله په نړۍ کې یو ځل بیا د کرونا پېښې زیاتې شوې


فرانسه
فرانسه

د کرونا د نوې بڼې اومېکرون له کبله په نړۍ کې یو وار بیا د کرونا پېښې د پام وړ زیاتې شوې او حکومتونه یې د تدابیرو زیاتولو ته اړ ایستلي دي.

په فرانسې کې پر کرونا د اخته شوېو کسانو ورځنی شمېر یو لک وښود او ایټالیا وویل چې له درېيو پر له پسې ورځو راهیسې هره ورځ د کرونا ویروس ۵۵ زره پېښې ثبتوي.

د شنبې په ورځ(د مرغومي ۴مه) په فرانسه کې د کرونا په اومېکرون بڼه د اخته شوېو کسانو شمېر تر یو لکو واوښت.

په بریتانیا کې د کرونا د دې نوې بڼې د اخته شوېو کسانو شمېر د ورځې تر یو لکو ۲۲ زره لوړ ثبت شوی دی.

د کرونا اومېکرون بڼه ډېره چټکه خپرېږي، خو لومړني راپورونه ښيي چې د کرونا د ډېلټا په شان شدیده نه ده.

XS
SM
MD
LG