یونېسف: افغان ماشومان اوس تر بل هر وخت زیات مرستو ته اړ دي

ارشیف، یو شمېر افغان ماشومان

د ملګرو ملتونو د ماشوم صندوق (یونېسف) وايي، افغان ماشومان اوس تر بل هر وخت زیات مرستو ته اړ دي.

په افغانستان کې د یونېسف دفتر پر ټویټر په یوه بیان کې چې نن خپور شو، د ملګرو ملتونو د دې اړوندې ادارې د ماشومانو د خوندیتوب د څانګې د مشر کورنیلیوس ویلیامز له قوله لیکلي چې نوموړی وايي، یونېسف پلان لري چې په سختې خوارځواکۍ د اخته یو ملیون افغان ماشومانو درملنه وکړي، خو د ښاغلي ویلیامز په وینا وخت ډېر کم دی.

د سلام په نوم د یونېسف یو کارکوونکی چې له ځوارځواکۍ ځپلو ماشومانو سره د مرستې لپاره په یو مرستندوی ټیم کې د کندهار ارغستان ولسوالۍ تللی پر ټویټر په یوه پیغام کې د افغان ماشومانو پر وضعیت خبرې کړي.

دی وايي: "له بده مرغه په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت په خرابېدو دی او د دې بشري بحران ضربه ماشومان ویني. له درې ملیون زیات ماشومان سږ کال د خوارځواکۍ او له یو ملیون زیات ماشومان که هغه ډول مرستې چې زموږ ټیم‌یې رسوي ترلاسه نه‌کړي، د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي."

د ملګرو ملتونو نورو ادارو هم د ژمي له رارسېدو سره په افغانستان کې د یوه بشري ناورین د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.