پاکستان طالبانو سره د اوربند له پایه مخکې د دې ډلې ۱۲ غړي خوشې کړل

پاکستاني طالبان

د پاکستان حکومت له طالبانو سره د لنډمهاله اوربند له پای ته رسېدو یوه ورځ مخکې پرون چهارشنبې د دې ډلې ۱۲ غړي خوشې کړل.

یوې خبري سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، دا کسان له پاکستاني طالبانو سره د سولې د موافقې لپاره د روانو خبرو په لړ کې خوشې شوي دي.

د ۱۰۰ بندیانو خلاصون د پاکستان له حکومت سره د پاکستاني طالبانو د تحریک د اوربند او دایمي سولې یو وارمخکې شرط ګڼل کېږي.

د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک ترمنځ یو میاشتنی اوربند نن پنجشنبې پای ته رسیږي.

دواړه خواوې د ۱۴ کلنې جګړې د پای ته رسېدو د احتمالي موافقې په اړه خبرو ته دوام ورکوي.

د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط د جرمني 'ډي.پي.اې' خبري اژانس ته پرون وویل چې یوه جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره خبرې په افغانستان کې د طالب چارواکو په منځګړیتوب وروستۍ مرحلې ته رسیدلي دي.

ویل کېږي د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیرسراج الدین حقاني په منځګړیتوب دغه خبرې مخ ته ځي.