پېژندل شوی علمي شخصیت، عبدالرازق پالوال وفات شو

ارواښاد پالوال زیاتې څېړنې کړي دي

بېلابېلو فرهنګیانو او سیاستوالو د پېژندل شوي توکمپوه او ژبپوه عبدالرازق پالوال پر مړینه خواخوږي ښوولې ده.

ډاکټر عبدالرازق پالوال، چې د پوهنتون د استاد په توګه یې هم کلونه- کلونه تدریس کړی، په خپله رشته کې زیاتې څېړنې کړي، د ۸۳ کلونو په عمر وفات شو.

د هغه د کورنۍ غړو ویلي، چې جنازه به دوشنبه ماسپښین د کندهار د مشاهیرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د هغه اووه تحقیقي کتابونه چاپ شوي او ځینې کتابونه یې ناچاپه پاتې دي.

پېژندل شوي شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني لیکلي:

«پالوال یوازینی افغان و چې د اروپا ښه ژوند او د ښه عزت ژوند، د استادۍ ژوند او هر څه یې پرېښودل او د سُرخاب د مهاجرینو په کمپ کي یې واړول. تر هغه وخته پورې چي یې قلم په ګوتو کې نیولای سوای له لیکنې څخه یې لاس وانه خیست.»