طالبانو له دیوالونو پخواني شعارونه پاک کړي؛ فعالان: اساسي لومړیتوب څه دی؟

د کابل ښار یو دیوال

کابل ته د اګسټ تر پنځلسمې د طالبانو تر ننوتلو وروسته، ډېری هغه پخواني شعارونه او انځورنه چې د ښار په دیوال لیکل شوي او جوړ شوي وو، ړنګ شوي او پرځای یې نوي شعارونه لیکل شوي دي.

د پلازمېنې تر څنګ، په یو شمېر ولایتونو کې هم دا کار شوی دی:

  • ازادي مبارک!
  • د اشغال خاتمه د استقلال پایله
  • د اسلامي نظام او خپلواکۍ د ساتنې امتحاني ستونزې په صبر او زغم سره ګالل کېږي

دا او دې ورته نور شعارونه، تازه د پلازمېنې کابل او یو شمېر ولایتونو په ښارونو کې د طالبانو د حکومت له خوا پر دیوالونو لیکل شوي دي.

دې شعارونو د هغه شعارونو او انځورونو ځای نیولی چې ډېری په مخکیني نظام کې د هنر سالار ډلې له خوا په ډېر لګښت د بېلابېلو موضوعاتو په اړه جوړ شوي او لیکل شوي وو.

اوس د طالبانو حکومت له دې امله د یو شمېر مدني او فرهنګي فعالانو له انتفادونو سره مخ دي.

انتفاد کوونکي وايي، دا کار داسې مهال پیل شوی چې هم خلک او هم واکمن حکومت له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو حکومت له دې امله د یو شمېر مدني او فرهنګي فعالانو له انتفادونو سره مخ دي.

د دوی به خبره، دا مهال تر ټولو اړین مورد د خلکو بې وزلۍ ته پام کول دي.

مدني فعال خلیل رؤفي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نن، سبا زموږ هېوادوال ۹۰ سلنه د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، حکومت باید له شعارونو ډډه وکړي، دوی باید ښاریانو ته خدمتونه وړاندې کړي، هغه خدمتونو باندې باید دوی ته فکر وکړي چې د هوساینې او پرمختګ لپاره یې وي، حکومته هغه مهال پایښت پیدا کولای شي چې له خپلو خلکو مشروعیت ولري."

مدني فعال خلیل رؤفي

د ملګرو ملتونو سازمان مخکې ویلي چې افغانستان ۹۵سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، اټکل کېږي چې د کال تر پایه دغه هېواد کې درې میلیونه او دوه لکه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي چې له دې شمېر یو میلیون یې د مرګ له خطر سره مخ دي.

په دې اړه نور:

د ژغورنې نړیواله کمېټه: ۳،۱ ملیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ شدید ګواښ سره مخ دي

لیکوال او فرهنګپال عبدالهادي هادي هم وايي، د طالبانو حکومت باید د فرعي کارونو پر ځای اساسي کارونو ته پام واړوي چې د ده په اند په لومړیتوب کې امنیت او خلکو ته د کاري زمینو او ډودۍ برابرول دي.

ښاغلي هادي زیاته کړه: "له بده مرغه موږ له څو لسیزو پر همدې فرعیاتو بوخت یو، طالبان هم متاسفانه په همدې فرعي کارونو بوخت دي، زما په اند طالبانو لپاره سم دستي د عمومي امنیتي وضعیت کنټرول او خلکو ته د کار د زمینو او د ډوډۍ د برابرولو لویه دنده په مخ کې ده، خلک له لوږې مري، خلک خپل بچي خرڅوي او دوی د دیوالونو په رنګولو او د دیوالونو په پاکولو بوخت دي."

لیکوال او فرهنګپال عبدالهادي هادي

خو طالبان وايي، په دې کار دومره لګښت نه راځي چې نور خدمتونه اغېزمن کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د دیوالونو په رنګولو او لیکلو خو کم لګښت کېږي، پنځه لکه ولګوه ټول دیوالونه پرې رنګېږي او لیکل کېږي چې د یوې وړې ادارې معاش هم پرې نه ورکول کېږي، نو مصارف خو ځینې اړین دي، د معاشونو ځانته برخې دي او بل، معاشونو ته د ورکړې لپاره پیسو ته هم اړتیا نشته، یو سیسټم دی چې هغه فعال شي معاشونه د دوه میاشتو نورو هم ټولو ادارو ته ورکول کېږي."

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، په دې کار دومره لګښت نه راځي.

طابان د دې کار موخه په ټولنه کې د اسلامي فرهنګ عامول او د دغو شعارونو له لارې تر خلکو پورې د خپل پیغام رسول بولي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال دا څرګندونې داسې مهال کوي چې نړیوالو سازمانونونو دا شپې ورځې په افغانستان کې د خلکو د مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو او د لوږې د پراختیا په اړه جدي اندېښنې مطرح کړي دي چې لاملونه یې جګړې، وچکالۍ، کرونا وبا، د نظام بدلون او نړیوال بندیزونه ګڼل شوي دي.

طالبان د اګسټ له پنځلسمې راورسته له کله چې په ټول افغانستان واکمن شوي، په افغانستان کې د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوي، بانکي خدمتونه پڅ شوي، دولتي کار کوونکو ته د څو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي، بې روزګاري زیاته شوې او په بازارونو کې هم د اړتیا وړ لومړنیو توکو بیې ډېرې پورته شوې دي.

د طالب چارواکو غږ هم تل په نړیوالو دا وي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې او د دغه هېواد په اوسېدونکو دې خپلې بشري مرستې نه بندوي.

اوس د ښاغلي روفي او هادي په خبره، په دې وضعیت کې د دیوالونو د سپینولو او پرې د شعارونو د لیکلو په پیسو هم کیدای شي، د یو شمېر ډېرو اغېزمنو او لوږې سره مخ خلکو لاس نیوی وشي.