سلګونه عراقي کډوال له بلا روس عراق ته ستانه شول

Your browser doesn’t support HTML5

له شپږ سوو زیات عراقي کډوال چې د پولنډ او بلاروس په پولو کې بند پاتې وو بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د بلاروس او پولنډ په پولو د زرګونو پناه غوښتونکو راټولیدو د بلاروس او اورپايي ټولنې ترمنځ سیاسي کړکیچ زیات کړی. له بلې خوا د ژمي په سړیدو ددې کډوالو د ژوند شرایط د هرې ورځې په تیریدو خرابیږي. تر اوسه دغلته د لږ تر لږه ۱۱ پناه غوښتونکو د مړینې راپور ورکړل شوی.