د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې: نړیوالو! د افغانانو د یوازې پرېښودو وخت نه دی

کابل کې یوه بې ځایه شوې کډواله ماشومه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د دې سازمان د امنیت شورا ته یې ور یاده کړې چې اوس له افغانانو د مخ اړولو او د دوی د یوازې پرېښودو وخت نه دی.

ډیبرا لاینز د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې وروسته، نیویارک کې خبریالانو ته وویل، افغانان نه یوازې له یوه سخت ژمي سره مخ دي، بلکې د خوراکي توکو له کمي او د اقتصادي سقوط په درشل کې دي.

د مېرمن لاینز په خبره، بشري مرستې اړینې دي، خو وخت کم دی او له افغانستان سره شوې مرستې هم بسنه نه کوي.

په دې اړه نور: لاینز: افغانستان ناورین ته نژدی دی،نړېواله ټولنه دې ورته د مرستو لار پیدا کړي

هغې په اوسني حال کې د افغانستان د یوازې پر‎ېښودو د بدو پایلو په اړه هم خبرداری ورکړ: "د نړیوالې ټولنې له‌خوا له افغانستان سره د یوه معتدل او رغنده ګډون پرته به، اقتصادي وضعیت بدتر او تر خوا به یې بې‌وزلي او بنسټ‌پالنه زیاته شي. طالبان هم باید د خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې اندېښنو ته په ځواب ویلو سره خپل مسوولیت ادا کړي. موږ ټول پوهېږو چې د اقتصادي او ټولنیز سقوط د مخنیوي لپاره څه اړین دي. موږ اړتیا لرو چې د میلیونونه افغانانو د ستونزو او په سیمه کې د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره د لارو چارو د موندلو لپاره کار وکړو. "

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز وویل، طالبان پوهېږي چې د نړیوالو د مرستو د تر لاسه کولو لپاره باید ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل، دوی چمتو دي له دې هېواد سره د نړیوالو د مرستو په اړه یو روڼ او ځواب ویونکی سیسټم جوړ کړی، څو دا ډاډ تر لاسه شي چې په دې برخه کې کېدونکې مرستې بې‌ځایه نه مصرفېږي.

د یوناما مشره زیاتوي، طالبان د دوی له حکومته د نړیوالې ټولنې له غوښتونو خبر دي او هڅه کوي چې د دې غوښتنو ځينې یې عملي کړي.

په دې اړه نور: ډیبرا لاینز خبرداری ورکړ چې افغانستان بشري ناورین ته نږدی دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، طالبان پوهېږي چې د نړیوالو د مرستو د تر لاسه کولو لپاره باید ټول‌ګډونه حکومت جوړ او د ښځو کار او زده‌کړو ته اجازه ورکړي، خو په خبره یې، دوی دا خبرې په خلاصو غوږونو اوري او په دې برخه کې یې ځینې ګامونه پورته کړي دي.

په دې اړه نور: د کابل د واټونو تر غاړې ځيني پخواني پوځيان، خبریالان او ښوونکي توکي پلوري

د مېرمن لاینز په خبره، له طالبانو سره باید ګډ کار ته دوام ورکړل شي، څو مهم او لوی پرمختګونه رامنځ‌ته شي.

هاخوا د بریتانیې صدراعظم بورېس جانسون هم د افغانستان وضعیت نازک بولي او وايي، دولت یې له طالبانو سره له همکارۍ پرته بله لار نه‌لري.

هغه پرون په پارلمان کې د استازو د پوښتنو په ځواب کې وویل، د هغو خلکو لپاره چې تاسې په اړه یې خبرې کوئ، بریتانیا مجبوره ده چې له طالبانو سره یو تعامل وکړي. د هغه اشاره اشاره د افغانانو اوسني وضعیت ته وه.

همدا راز د طالبانو حکومت هم له نړیوالې ټولنې سره د ستونزو د حل په برخه کې د همغږۍ ډاډ ورکوي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "موږ ژمنه کوو، هغه تعهدات چې موږ کړي، عملي به یې کړو، خو له موږ سره باید همکاري وشي، ځکه د دې ژمنو ډېرې برخې په دې پورې تړلي چې سره همکاري وجود ولري. بېلابېلو برخو کې هغه مسایل چې اقتصادي ستونزو پورې اړه لري، هلته همکاري وشي. همدا ډول د سیاسي ستونزو په برخه کې چې کوم خنډونه شته هغه لېرې شي، څو زموږ لاس د ژمنو عملي کولو او کار کولو لپاره ازاد شي. "

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې ژمنه کوي، هغه تعهدات چې کړي یې دي عملي کړي.

په وروستیو کې د طالبانو حکومت ډېره هڅه پیل کړې چې د نړیوالې ټولنې باور خپل کړي، خو که څه هم د دوی په خبره، اړیکې یې له نړۍ سره مخ په ښه کېدو دي، مګر لا یې هم حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو له نړۍ سره د سیاسي ستونزو ورهاخوا، د افغانستان اقتصادي او ټولنیزو وضعیت د بحران خوا ته روان دی.

وچکالي، کډوالي او د زېربناوو له‌منځه تلل، هغه څه دي چې د بریتاینې په پارلمان کې د کارګر ګوند د یوې غړې سارا چمپین په خبره، افغانستان د ځمکې پر مخ د دوزخ په څېر ښکاري.