په ایټالیا کې نن د «G20» یا د نړۍ د لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د سرمشریزې دوهمه او وروستۍ ورځ ده.
د دغو هېوادونو مشران نن د دوهمې ورځ لپاره د ایټالیا په پلازمېنه روم ښار کې راسره غونډېږي.
په دغه غونډه کې به د نړۍ پیاوړي اقتصادي قدرتونه د اقلیمي بدلون او همداراز په سکاټلند کې د ملګرو ملتونو د راتلونکي «COP26» نړیوال جوړېدونکي کنفرانس پر محتویاطو ګډه اعلامیه خپره کړي.
په دغه سرمشریزه کې یوه ګډونوال امریکايي چارواکي رسنیو ته ویلي چې د بیانیې عناصر لا په بشپړه توګه نهدي روښانه شوي، خو ویل شوي چې تمرکز به د ځمکې د حرارت د کموالي په اړه وي.

د جي شل هېوادونو سرمشریزه
کارپوهانو ویلي چې د ځمکې د حرارت د درجې د کنټرول په خاطر چې د ۱،۵ سانتي ګراد په حالت پاتې شي، باید د ګازاتو د انتشار کچه تر ۲۰۳۰ کاله پورې کابو نیم ته راکمه شي او تر ۲۰۵۰ کال صفر شي.
د جي ۲۰ نننۍ غونډې ته به د بریتانیا شهزاده چارلز هم وینا وکړي او د بریتانیايي رسنیو له خولې هغه به د نړۍ پر مشرانو غږ وکړي چې د راتلونکي نسل په وړاندې چې تر اوسه لا نهدی زېږېدلی، لوی مسؤلیت لري.
د دغې سرمشریزې پرونۍ غونډې ته د اردن صدراعظم جاسیندا هم وینا وکړه او ویېویل: "سربېره پر دې چې زموږ هېواد د ګلخانهيي ګازونو د انتشار په برخه کې ډېره برخه نهلري، خو د هغه یوه هېواد په توګه چې د اقیانوسونو په واسطه محاط شوی، د اقلیمي بدلون څخه په امن کې نهیو."
د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي د «جي۲۰» پر غړو غږ وکړ چې د اقلیمي بدلون په وړاندې مثبت ګامونه اوچت کړي.

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي
هغه همداراز ویلي چې باید دې ته هممهاله د کرونا ویروس سره د مبارزې به برخه کې هم یو بل ته لاس ورکړو او په وړاندې یې ګډ کار وکړو.
هغه د نړۍ رهبرانو ته ویل چې د کرونا سره مبارزه، د اقلیمي بدلون مخنیوی او د عادلانه مالیاتو وضع کول هغه کارونه دي چې په یوازې توګه نهشي ترسره کېدلی.