د یمن عدن ښار پرونۍ چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي

ارشیف، یمن کې د چاودنې یوه سیمه

یمني چارواکي وايي، د عدن ښار په پرونۍ چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

د دوی په وینا، په دې چاودنه کې چې د عدن هوايي ډګر ته څېرمه د یوې پوستې مخته شوې، ۱۱ تنه نور ژوبل دي.

د یمن په جنوب کې د انتقالي شورا ویاند علي الخطیري ویلي چې پېښه د هغه بم د چاودنې په نتیجه کې شوې چې په یوه موټر کې ایښودل شوی و.

دی وايي چې په پېښه کې د ماشومانو په شمول ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه پورې د دې برید مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.