د طالبانو واکمني؛ خلک: ډېری مېرمنې بې کارۍ په رواني ناروغیو اخته کړي

ارشیف،

ځينې افغان مېرمنې له طالبانو د وېرې او بې کارۍ له امله په رواني ناروغیو اخته شوي دي ان ځینې دا مېرمنې له ستونزو د خلاصون په خاطر د ځان وژنې فکرونه هم کوي.

۲۲ کلنه مریم رضايي د طالبانو د حکومت له راتګ مخکې د خپل خوشاله ژوند کیسه کوي، نوموړې تېر حکومت کې هم خپلې زده کړې کولې او هم یې د هرات په یوې سیمه ییزې راډیو کې کار کاوه. خو په وینا یې اوس ورځ ورته خوشالونکې نه ده، په کور ناسته ده او د زده کړو او کار په ټولنه ډګر کې حضور نه لري.

درې میاشتې په کور ناستي هغه په رواني ناروغیو په ځانګړي ډول، ژور خپګان اخته کړې او ان کله خو فکر کوي چې ځان وژنه وکړي او ځان له ستونزو خلاص کړي.

مریم وایي: "کله چې فکر کوم، ازادي، امنیت او حقونه نه لرم او ټولې لاسته راوړنې مې وبایللې، زما لپاره سخته ده. دا حالت لامل کېږي چې روحي حالت مې وبایلم او ځان یو پوچ انسانه وبولم، فکر کوم په زندان کې یم او خپل مرګ ته منتظره یم."

ارشیف؛ په غزني روانې ناروغۍ درلودونکې

د طالبانو د واکمنۍ پیل د ښځو د ټولنیزو خپلواکیو د پای په معنی ګڼل کېږي. دوی د طالبانو تر بیرغ لاندې د ښځو اوسنی وضعیت د عمري بند په څېر بولي.

د کابل اوسېدونکې او د حکومت کار کوونکې ښایسته افغان هم له ورته یو حالته ځورېږي.

دا هم د زرګونو نورو ښځو په څېر بې دندې شوې او بې کارۍ په ژور خپګان اخته کړې ده، ښایسته وايي، له یوې خوا یې خپل ارزښتونه چې ورته مهم و، بایللي او له بلې خوا د ډېرو ښځو مالي سرچینې بندې شوي دي.

د ښایستې په خبره: "ډېرې له دندو لېرې شوي دي او اوس یې دندې معلومې نه دي. دا چې راتلونکی یې معلوم نه دی، په فکر او اعصابو یې منفي تاثیر کړی او روحي حالت یې ور خراب کړی. اوس ټولې ښځې بې دندو او په کور ناستې دي. زما روحیه ډېره خرابه شوې ده، دنده مې له لاسه ورکړه او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه یم."

په کابل کې ښځې د لاریون پر مهال

په افغانستان کې د طالبان له بیا واکمنېدو دوه میاشتې تېرېږي خو دې موده کې یې ښځو ته د زده کړو او کار اجازه نه ده ورکړې چې د دې کار پایلې په دوی کې د رواني ناروغیو د ډېرېدو لامل شوي دي.

هاخوا ارواپوهان وايي، د طالبانو د حکومت له بیا راتګ سره په ښځو کې رواني ناروغۍ ډېرې شوي دي او د دوی پر کارونو د محدودیتونو لګول به یې وضعیت نور هم خراب کړي.

که څه هم د طالبانو د حکومت له بیا راتګ وروسته په رواني ناروغیو د اخته کسانو دقیق شمېر نه دی معلوم، خو د رواني درملنو د ډاکټرانو په کتن ځایونو کې بیروبار ډېر شوی دی.

روان پوه ولید حسین خېل چې په کابل کې کتن ځای لري وايي، په ښځو کې د رواني ناروغیو زیاتېدلو لاملونه په کور د دوی کېناستل او بې وزلي ده.

د حسین خېل په خبره: "بې وزلي، بې کاري او اقتصادي ستونزې د ژور خپګان لامل کېږي چې تر ډېره ښځې ترې متاثره کېږي. په ژور خپګان کې د انسان خوب کمېږي، اشتها ختمېږي، له ټولنې لېرې کېږي، بدچلنده کېږي، وزن یې کمېږي، ټولنیزې اړیکې یې خرابېږي او د ځان وژنې فکر ورته پیدا کېږي چې ډېره خطرناکه خبره ده."

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف له خوا د طالبانو د واکمنۍ په ختمېدو سره د ښځو په ژوند کې یو نوی باب پیل شو.

په تېرو شلو کلونو کې یې د زده کړو ترڅنګ د کار حق هم درلود، خو د طالبان په بیا راتګ سره ځينې ښځې په دې باور دي چې له خپلو اساسي حقونه لکه له زده کړو او کار محرومې شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون د رواني روغتیا مسوول وحید نورزاد وايي، په ښځو کې د رواني ناروغیو د ډېرېدو ترڅنګ، د طالبانو په حاکمېت کې په کورونو کې له ښځو سره تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی.

نورزاد زیاتوي: "زموږ ډېر ناروغان په دې وروستیو کې ښځې دي، د ښځو د حقونو فعالانې، دولتي کار کوونکې، خبریالانې او نور هغه کسان چې په تېر حکومت کې یې ټولنیز فعالیتونه درلودل او اوس یې دندې او مصروفیتونه نشته. په اوس وخت کې زموږ ناروغان واقعاً ډېر شوي دي. زموږ ځېنې ناروغان د لوږې او بې کارۍ له امله دي چې په دې وروستیو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی."

روانپوهان په رواني ناروغیو اخته کسانو ته د ژوند چاپیریال، لوبو او د سفر کولو وړاندیز کوي، خو د افغانستان اوسنیو شرایطو او ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو، ډېرې مېرمنې د دې ډول وړاندیزونو د عملي کولو توان نه لري.

په ورته وخت کې روانپوهان دا هم وايي چې د ښځو په زده کړو او فعالیتونو د محدودیتونو دوام، د رواني ناروغیو کچه په بې ساري توګه لوړولای شي او ان د دوی باور دا دی چې ځینې مېرمنې ښايي ځان وژنه هم وکړي.