د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، هند تر خپل واک لاندې کشمیر کې پوځي تحرکات زیات کړي

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ځیني هندي سرتېري

پر افغانستان د طالبانو د ولکې تر ټینګولو وروسته، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د افراطي وسله‌والو پر ضد پوځي تحرکات زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند صدراعظم نرېندرا مودي روانه اوونۍ د نړۍ له رهبرانو سره د طالبانو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا حملې د دې لپاره زیاتې شوي چې هند ته اندېښنې ولاړې شوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره ښايي د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې افراطي وسله‌وال لا پیاوړي شي.

کشمیر چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، په ۱۹۴۷م کال کې د هند او پاکستان تر خپلواکۍ وروسته پر دوو برخو وېشل شوی او په اټمي وسلو سمبال دواړه ګاونډي هېوادونه پر ټول کشمیر د مالکیت دعوه لري چې په دې خاطر یې دوه وارې په خپلو کې جګړه هم کړې ده.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې پر یوه لویه لاره د پاکستاني ځواکونو پوسته

د هند امنیتي ځواکونو په تېرو دوو میاشتو کې د افراطي وسله‌والو پر پټو مرکزونو او د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند کرښې په اوږدو کې د دوی تر نفوذ لاندې ساحو کې خپلې حملې زیاتې کړې دي.

وروسته له هغې چې طالبانو د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، له هغې راهیسې په کشمیر کې پر ملکيانو او پولیسو د افراطي وسله‌والو حملې هم زیاتې شوې دي.

د تېرو دوو میاشتو په ډزو او وسله‌والو نښتو کې شااوخوا ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې دغو افراطي وسله‌والو تر ډېره ملکي هندوان او سېکهان په نښه کړي او د اوربند کرښې ته نږدې په وسله‌والو نښتو کې هندي عسکر او افراطي وسله‌وال وژل شوي دي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو یوه پوسته

د سیمې ځینو اوسېدونکو او امنیتي چارواکو چې نومونه‌یې نه‌دي اخیستل شوي، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، که څه هم هند په څرګنده پر افغانستان د طالبانو واکمنېدل په کشمیر کې د ناامنیو له زیاتېدو سره تړلي نه‌بولي، خو د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر د سرحد په اوږدو کې یې خپلې ګزمې زیاتې کړي او د پوځ ځیني مرکزونه یې لا قوي کړي دي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي تېره سې شنبه د ۲۰ لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د ډلې یا (G20) په انلاین غونده کې وویل، د دې لپاره چې افغانستان د افراطیت او ترورېزم په مرکز بدل نه‌شي، نړیوالو هڅو ته اړتیا ده.

ښاغلي مودي ویلي چې خپلې اندېښنې یې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن سره شریکې کړې دي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي و، هېڅ هېواد ته باید اجازه ورنه‌کړل شي چې له افغانستانه د خپلې ځان‌غوښتنې د ګټو لپاره د وسیلې په توګه کار واخلي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي

ظاهراً د مودي اشاره ګاونډي هېواد پاکستان ته وه چې د طالبانو اصلي ملاتړی هېواد بلل کېږي او له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې یې د دوی حکومت په رسمیت پېژندلی و.

پاکستان که څه هم تر اوسه د طالبانو د نوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د اسلام‌اباد سرسخت رقیب نوې ډېلي تور لګولی چې پاکستان په خپله خاوره کې د لشکر طیبه او جیش محمد په څېر د ځینو افراطي ډلو ملاتړ کوي او حملو ته‌یې هڅوي. هغه ادعا چې پاکستان‌یې ردوي.

د هند په وینا دغه افراطي ډلې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ډېرو خونړیو حملو مسؤلې دي.