د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۸ مشکوک وسله وال او ۲ هندي سرتیري وژل شوي


ارشیف،د هند په کشمیر کې یو هندی سرتیری
ارشیف،د هند په کشمیر کې یو هندی سرتیری

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پولیس د بغاوت ضد عملیاتو په ترڅ کې د اتو مشکوکو وسله والو او دوو هندي سرتیرو د وژلو خبر ورکوي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې دغه کسان په پنځو پېښو کې داسې مهال وژل شوي چې په دې وروستیو اونیو کې د همالیا په دې سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د هند پوځ ویلي چې دوه سرتیري یې د پنجشنبې په ورځ په کشمیر کې د کنټرول کرښې په اوږدو کې چې پاکستان او هند سره جلا کوي، وژل شوي دي.

د هند پوځ په یوه بیان کې وویل چې نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې هندي سرتیرو د ملیشه وو د یوې ډلې چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر څخه د کرښې دې غاړې ته را اوښتې وه، مخه ونیوله.

دا د فبرورۍ راهیسې لومړنۍ پیښه ده. د هغې میاشتې په ۲۲مه هند او پاکستان هغه اوربند تایید کړ چې د دوی ترمنځ په ۲۰۰۳ میلادي کال شوی و.

پرون د جولای اتمه په سرینګر کې ټول دوکانونه د وسله والو مخالفانو د یوه مشهور قوماندان برهان وایي، د وژنې د پنځم تلین په مناسبت د هند د حکومت پر وړاندې د اعتراض په ډول تړل شوي وو.

د سرینګر یوه څنډه کې هندي سرتیري
د سرینګر یوه څنډه کې هندي سرتیري

برهان وایي، له خپلو دوو ملګرو سره په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له هندي سرتیرو سره په نښتو کې وژل شوی و. د هغه وژنې په سیمه کې پراخې مظاهرې راپارولې وې چې څو میاشتې یې دوام وکړ.

په تاوریخجنو مظاهرو کې لږ تر لږه سل تنه چې زیاتره یې ځوانان وو، وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

د کشمیر بیلتونپاله مشرانو د هغه یاد ته د درناوي لپاره د عمومي اعتصاب غوښتنه کړې وه.

د هند دولتي ځواکونو پرون پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) د کشمیر پر سړکونو ګزمې کولې او د برهان وایي، ټاټوبی یې د مظاهرو له ویرې تړلی و.

د برهان وایي، مړینې په کشمیر کې بیلتونپالو ته یوه نوې روحیه ورکړې.

د چارواکو په وینا له کله چې هغه وژل شوی، په سلګونو ځوانان د بیلتونپالو له لیکو سره یوځای شوي دي.

وسله وال په کشمیر کې له ۱۹۸۹ کال راهیسې د هند د واکمنۍ پر ضد جنګېږي.

د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر اوسیدونکي چې اکثره یې مسلمانان دي، د یوه خپلواکه دولت یا د پاکستان تر کنټرول لاندې د یوه کشمیري حکومت د جوړېدو لپاره د وسله والو د هڅو ملاتړ کوي.

هند ټینګار کوي چې پاکستان په کشمیر کې د تاوتریخوالي ملاتړ کوي، هغه تور چې اسلام آباد یې ردوي.

د ۱۹۸۹ کال راهیسې په سیمه کې د روان تاوتریخوالي په نتیجه کې په لسګونو زره ملکي وګړي، وسله وال او د هند دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG