د کندهار ښار د لومړی حوزې اړوند د شیعه ګانو په لوی جومات یا امام بارګاه کې د نن ورځې د انتحاري حملې د وژل شویو کسان شمېر ۳۶ او د ټپیان شمېر ۷۰ ته لوړ شوی دی.
د کندهار د اطلاعاتو امر شمس صمیم ازادي راډیو ته وویل: "نن غرمه د جمعې د لمانځه پرمهال د اهل تشیع په امام بارګاه کې یو ځانمرګي بریدګر ځانته چاودنه ورکړه چې په پېښه کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي"
د کندهار میرویس روغتون ته د پېښې له ځایه ۳۴ مړي او ۶۹ ټپیان ور وړل شوي دي.
د دغه روغتون سرطبیب ډاکټر محمد قاسم ازادي رادیو ته وویل چې په ټپیانو کې د یو شمېر کسانو حالت نازک دی.
بل خوا د پېښې عیني شاهدان د حمله کوونکو شمېر دوه تنه ښيي.
د ازراپي په نوم د پېښې یو عیني شاهد ازادي راډیو ته وویل چې یو حمله کوونکي د جومات په دروازه کې د امنیتي کسانو له خوا وویشتل شو او دوهم په جومات کې دننه ځانته چاودنه ورکړه.
دی وايي: "موږ د جمعې د لمانځه لپاره راغلي وو، یوه حمله کوونکي د لمونځ کوونکو په منځ کې ځان پټ کړی وو، دوهم غوښتل چې راشي هغه زموږ د امنیتي کسانو له خوا وویشتل شو، دوهم یې د لمونځ کوونکو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه."
تر اوسه د دې حملې مسوولیت چا نه دی منلی.
هاخوا د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي په افغانستان کې ترهګري دوام لري. دوی دا خبره د کندهار د نننۍ لویې چاودنې په غبرګون په خپل ټوېټر کړې ده.
په دې اړه نور: یوناما ویلي په افغانستان کې ترهګري دوام لريیوناما لیکلي چې په مذهبي او عبادت ځایونو دا ډول بریدونه په کلکه غندي او عاملین یې باید محاکمه او مجازات شي.
د کندهار د برید په تړاو یو شمېر نورو کسانو هم غبرګون ښودلی.
له دې ډلې په دوحه کې د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل هم په یوه لنډ بیان کې د کندهارچاودنه غندلې ده.
پوتزل لیکلي، اوس چې افغانستان کې د سولې لپاره چانس شته دا ډول ناوړه بریدونه باید سمدستي ودریږي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندهار په امام بارګاه فاطمي جامع جومات کې برید بشري ضد جنایت بللی او غندلی یې دی.
کرزي په خپل ټوېټر لیکلي چې دا عمل د افغانستان د سولې، ثبات او یووالي پر وړاندې د پردیو یوه ښکاره دسیسه ده.
تردې یوه اوونۍ وړاندې د کندز ښار په سیداباد ګذر کې د شیعه ګانو پر جومات د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی وو.
په دې اړه نور: کندز کې د انتحاري حملې د قربانیانو د ډله ییزې ښخونې مراسم ترسره شولد هغه ځانمرګي برید مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی و او پکې شاوخوا پنځوس کسان وژل شوي وو او له ۱۴۰ زیات نور ټپیان وو.