د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ 'UNHCR'وايي چې افغانستان ته باید عاجل بشري مرستې ورسول شي.
د 'UNHCR' کمېشنر فلیپو ګراندي د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه نېټه) د کډوالو په چارو کې د عالي کمېشنرۍ په ۷۲ مه کلنۍ اجرايي غونډه کې وویل چې د افغانستان د عامه او اقتصادي خدماتو د سقوط د مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره لارې وموندل شي.
ګراندي زیاته کړه: "په میلیونونه افغانان له څه باندې ۴۰ کلونو بې ځایه شوي او وروستیو تحولاتو لا پسې نوې ننګونې رامنځته کړي. ما تیره میاشت افغانستان ته سفر وکړ. تاسو له ما (او له ګڼو نورو مرستندویانو) اوریدلي چې وايي، زیاته اندازه مرستې باید بې له قید او شرطه سمدستي چمتو شي. که په څو اوونیو کې دا کار ونه شي ناورین به نور هم ډېر شي. زه د خلکو د بې ځایه کېدو په اړه وړاندوینو کې تل محتاط یم، مګر باور لرم چې دا ډول ګډوډي به په لویه اندازه په کور دننه او ممکن بهر د خلکو د بې ځایه کېدو لامل وګرځي."
د فلیپو ګراندي په وینا، افغانان چې تېرو څلورو لسیزو کې یې کډوالۍ ته اړ شوي اوس وخت بیا له بې برخلیکۍ سره مخ دي.
هغه وویل، په اساسي مسالو له هغې ډلې د ښځو او لږکیو د حقونو په تړاو باید له طالبانو سره رغنده خبرې وشي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر زیاته کړه، هغه د ایران او پاکستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو د ظرفیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي، ځکه تېرو څلورو لسیزو کې دغو هېوادونو د افغانانو د نسلونو کوربه و او نور ښايي امکانات ونه لري.
د فلیپو ګراندي په وینا، دا مهال په ترکیه کې تر درې لکو زیات افغانان اوسي.
هغه له دغو هېوادونو مننه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې د افغانانو د کډوالۍ د ناورین مخه باید ونیول شي.
بهر ته د لکونو افغانانو په کډوالۍ سربېره د لکونو افغانانو په کور دننه بې ځایه کېدل او نورو سیمو ته کډه کېدل هم یوه لویه ستونزه رامنځته کړې ده.
ډېری خلک د جنګ جګړو له امله د خپلو اصلي سیمو پرېښودو ته اړ شوي او په سختۍ شپې سبا کوي.
د کونړ اوسیدونکې ۴۵ کلنه شفيقه چې شااوخوا څلور کاله وړاندې يي خاوند په جنګونو کې وژل شوی او اوس د پنځو بچیانو سرپرستي ور په غاړه ده.
نوموړې وايي: "کله چې جنګ شروع شو، نو موږ له خپلو کورونو را ووتلو دلته راغلو، دلته پخواني حکومت موږ ته سروې کوله، خو په هم هغه ماښام طالبان راغلل سروې او هرڅه پاتې شول. یوه نېمه میاشت مو په همدې بې دروازو او بې کړکیو تعمیر کې پر دې سپېرو خاورو تېره شوه، څو بوجۍ مې سره ګنډلې او په همدې مې ماشومان او زه کینو او ویده کېږو، ماشومان راته غوماشو وخوړل. ډوډۍ هم نه لرو، ماشومان بازار ته لېږم که چا وچه ډوډۍ ورکړه او لمده بس په هم هغه وخت تېروو. خلکو سره مرستې وشوې، اوړه ،غوړي او نور شیان يي واخیستل موږ سره هېڅ مرسته ونه شوه."
پلازمېنه کابل چې وار دمخه په کې له اصلي وړتیا څو چند خلکو اړولي وو، د جنګونو په زیاتېدو ورته یو وار بیا کډې بار شوې او لا هم په پارکونو او سړکونو کې زرګونه کسان خپلې شپې ورځې تېروي.
ډېری دا افغانان د خوراکي موادو غوښتنه کوي او په دویم ګام کې له مرستندویو د عاجلو سرپناه غوښتنه لري.د ژمي په رارسېدو د دغو لکونو بې ځایه شوېو افغانانو ستونزې یو په دوه کېږي.
له دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په ګډون بېلابېلو سازمانونو ویلي وو چې میلیونونه کسان اکثر ماشومان عاجلو خوراکي مرستو ته اړتیا لري. تردې مخکې ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د افغانستان له نږدې نیمايي نفوس سره د بیړنیو مرستو لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
تر اوسه مرستندویو ټولنو او سازمانونو د ملګرو ملتونو دې غوښتنې ته څه ځواب نه دی ویلی او هغه یو میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالره چې تېره میاشت په جنیوا کې له افغانستان سره د مرستې په توګه اعلان شوې لا یې درک نه دی معلوم.