د افغان پولیسې نګار قاتل لا هم نه دی پېژندل شوی

Your browser doesn’t support HTML5

د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم د نګار قاتل نه‌دی پېژندل شوی. نګار هغه پولیسه مېرمن وه چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ووژل شوه. هغې اووه کاله د غور په زندان کې د پولیسې په توګه دنده ترسره کړې وه. له نګار د یوه ٩ میاشتیني ماشوم په ګډون ١٠ ماشومان پاتې دي. د طالبانو نظامي مسؤلین وایي، څېړنې روانې دي او هڅه کوي د نګار وژونکي ژر تر ژره ونیسي. بشپړ ویډیويي راپور دلته وګورئ: