بایډن: افغانستان کې د جګړې پای د ديپلوماسۍ د یو فصل پېل دی

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو په عمومی اسامبلې کې وویل چې د افغانستان د جګړې په پای ته رسیدو سره د امریکا د یوې ثابتې او دوامداره دیپلوماسۍ فصل پیل شو. بایډن له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو دفاع وکړي. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډه د سې شنبې په ورځ په نیویارک کی پیل شوې. طالبانو له دې سازمان غوښتي چې په دې غونډه کې د دوي استازي ته د وینا فرصت ورکړل شي، خو ملګروملتونو دغه غوښتنې ته تر اوسه ځواب ندی ورکړی.