طالبانو د ګرشک کلا ورانول درولي دي

Your browser doesn’t support HTML5

په وروستیو کې د هلمند د ګرشک د تاریخي کلا د ورانولو د بهیر تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول. ددې تصویرونو سره ویل شوي چې طالبان غوښتل دلته مدرسه جوړه کړي. خو هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ ریاست یو مسول وايي، د اوس لپاره ددې تاریخي ودانۍ د ورانولو چارې درول شوي دي. په هلمند کې څیړونکو ویلي دا کلا چې په زاړه محبس یا بالاحصار مشهوره ده، شا او خوا ۱۷۰ کلونه مخکې جوړه شوې.
طالبانو د ګرشک کلا ورانول درولي دي